• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/22

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولینو هلمند ولایت کې د یوې خبري ناستې پر مهال د خپلو فعالیتونو په تړاو مالومات وړاندې کړل.

 د یادې کمېټې مسوولین وایي، تېرکال یې ټول هېواد کې ۲۱۵ زره ناروغانو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کړي چې له ډلې یې شاوخوا ٣٥ سلنه ښځې او٤٠ سلنه ماشومان دي .

دوی همداراز وايي، تېر کال په ټول هېواد کې یې ۳۴ زره  مصنوعي روغتیایي وسایل هم جوړ او اړمنو ته ورکړي دي.

هلمند کې د سره صلیب کمېټې مسوول سیواکګن وايي: « موږ تېرکال په ټول هېواد کې ۲۱۵ زره  ناروغانو ته د سره صلیب په ولایتي مرکزونو کې بېلابېل خدمات وړاندې کړي چې ۳۵ سلنه يي ښځې او ماشومان دي او له دې جملې له ۱۹زرو زیاتې  یې تازه پېښې دي. موږ همدا راز په تېر کال کې ۳۴ زره کسانو ته مصنوعي او ارتوز وسایل هم جوړ کړي دي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري په هلمند معیوبینو او معلولینو ته مصنوعي غړي او اندامونه جوړیږي او د دغه شان ډېری ناروغانو د ژوند هیلي بېرته ورسره ژوندۍ شوې دي.

 ناروغان له دې خدمتونو خوښي ښیي او وایي، هېواد کې د دا ډول مرکزونو شتون یو ستره اړتیا ده؛ ځکه په خبره یې دوی اړ نه ‌دي چې بهر ته د درملنې لپاره لاړ شي.

د ضیاالحق په نوم معلول وايي: « زما پښه پرې شوې، له دې وړاندې مې پښه په پخواني قالب کې آزاده شوه او اوس یې راته بله پښه جوړه کړې.»

د جانان په نوم یو بل معلول وايي: « مخکې مې ژوند ډېر سخت و، اوس خوشاله یم چې له خپل بدن د سپورټ لپاره هم کار اخلم، زه له دې خلکو ډېره مننه کوم.»

عبدالولي وايي: « معیوبين ډېرو مرستو ته اړتیا لري، د دې موسسې دې کور ودان وي چې موږ ته یې د تمرین او سهولیت ځای برابر کړی. زه خلکو هیله لرم چې ټولنه کې له معیوبینو سره ښه چلن وکړي؛ ځکه د معلولو کسانو زړه ډېر نری وي.»

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مالوماتو له مخې، هلمند کې یې په ٢٠٢٤ زېږدیز کال بېلابېلو معلولینو ته  ۳۹۳ مصنوعي غړي  برابر کړي چې له ډلې یې ۲۲۹ د ماین چاودنو یا جګړو له امله معلول شوي وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
روغتیا

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

فراه کې کروندګر د خټکیو او هندواڼو حاصلاتو پیکه بازار ته اندېښمن دي

جون 11, 2025
ټرمپ: امریکا په افغانستان کې د بریا لپاره جګړه نه کوله

ټرمپ: امریکا په افغانستان کې د بریا لپاره جګړه نه کوله

جون 11, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر مشرۍ يو پلاوی ازبېکستان  ته تللی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست پر مشرۍ يو پلاوی ازبېکستان  ته تللی

جون 11, 2025
د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د منځنۍ آسیا د ودې لپاره مهم هېواد دی

د قزاقستان ولسمشر: افغانستان د منځنۍ آسیا د ودې لپاره مهم هېواد دی

جون 11, 2025
عبید: تېرکال په کابل ولایت کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې

عبید: تېرکال په کابل ولایت کې د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې پلې شوې

جون 11, 2025
هند او د منځنۍ آسيا پنځو هېوادونو له سوله ییز افغانستانه ملاتړ اعلان کړ

هند او د منځنۍ آسيا پنځو هېوادونو له سوله ییز افغانستانه ملاتړ اعلان کړ

جون 11, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist