عامې روغتیا وزارت د نړيوالو معيارونو پوره کولو له امله یو شمر کورنیو شرکتونو ته د جي.اېم.پي په نوم د درملو د کيفيت تضمين ځانګړې تصديق پاڼې ورکړې.
له دې سره د سرپرست حکومت لوړپوړو چارواکو خبرداری ورکړی چې د بې کيفيته درملو او توکو له واردوونکو سره به قانوني چلن وکړي.
د عامې روغتیا وزارت د نظارت او بررسۍ رییس ممتاز رحیمي وايي: « که موږ د جي.اېم.پي په اړه لنډ تعریف ولرو، عبارت له هغو اصولو او تخنیکي معیارونو ده چې موخه یې د کیفیت تضمین، خوندیتوب، تولیدي محصولاتو یکنواختي او په ځانګړې توګه درمل دي.»
د روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي بیا وايي، له شپږو هېوادونو د درملو واردېدو شرایطو او لوړو بيو ته په کتو یې په هېواد کې د ۷۲ تولیدي کارخونو مسوولینو ته د کیفیت لوړولو پالیسي تشرېح کړې چې تر دې دمه د درېیو کارخونو تولید له نړیوالو معیارونو سره برابر پېژندل شوی او له همدې کبله يې ورته يادې تصديق پاڼې وېشلې دي.
جلالي په دې اړه وايي: « دا ګام عادي خبره نه ده چې موږ یې نن د درملو د کیفیت تضمین په برخه کې پورته کوو. موږ په دې ګام سره د درملو په برخه کې خودکفايي خواته حرکت کوو او د خپلو راتلونکو نسلونو روغتیا تضمینوو. دا ګام نه یوازې روغتیايي لاسته راوړنه ده بلکې د اقتصادي او کاري فرصتونو د ایجاد له پلوه هم ستر ارزښت لري.»
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معين مولوي حمدالله ذاهد وايي: « موږ یو چک لېست جوړ کړ او بیا مو د ۷۲ کورنیو فابریکو مالکان او د هغوی تخنیکي مسوولین را وغوښتل او دا چک لېست مو د یوه سیمینار په توګه پوره ورته تشرېح کړ او غوښتنه مو ترې وکړه چې ځانونه له همدې چک لېست سره برابر کړي.»
چارواکي په نړیوالو معیارونو د درملو توليدولو له امله د يادو کارخونو هڅې ستايي او په خبره یې، خپلو تولیداتو ته د لومړیتوب پر ورکولو سربېره، سوداګر باید په بېلابېلو برخو کې په پانګونې سره خپل مسوولیت ادا کړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند وايي: « که په هېواد کې د درملو ټولې تولیدي فابریکې له ملي او نړیوالو معیارونو سره سم درمل تولید کړي، دا به نه یوازې د درملو د معیاري او با کیفیته تولید په برخه کې لویه لاسته راوړنه وي بلکې د هېواد په داخل کې به د درملو تقاضا ته هم مناسب ځواب ووايي، پر وارداتي درملو به تکیه راکمه او په تدریجي توګه به د درملو تولیدي فابریکې د هېواد یوه مهمه اړتیا پوره کړي.»
ځينې نور چارواکي بيا په سرحدي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو د کیفیت مالومولو لپاره د تخنيکي ټيمونو ګومارلو خبر ورکوي او هغو کسان ته د قانوني چلن ګواښ کوي چې بې کیفیته درمل او طبي توکي واردوي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: « بې کیفیته درمل او خوراکي توکي باید وارد نه شي. په دې اړه د قانون جوړونې په برخه کې ډېر کارونه شوي او له دې وروسته څوک نه شي کولی بې کیفیته درمل او خوراکي توکه د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي. همدارنګه سرغړوونکو ته درنه سزا په پام کې نیول شوې؛ له یوې خوا به وارد شوي درمل او توکي له منځه وړل کېږي او له بلې خوا سرغړوونکو ته د ملي خائین په سترګه کتل کېږي.»
خو د درملو ځينو تولیدي کارخونو مسوولین بیا وایي، هڅه کوي چې د اړتیا وړ درمل خپله په افغانستان کې تولید کړي، ترڅو په دې برخه کې افغانستان ځان بسیاينې ته ورسېږي.
دوی دغه راز ټينګار کوي چې د عامو خلکو د پوهاوي لپاره دې پر درملو بيې په افغانيو وليکل شي.
د درملو یوې تولیدوونکې کارخونې مسوول نثار احمد ترکی وايي: « دا آرمان یوازې زما او د ترکي فامیل نه و بلکې دا د ټولو افغانانو یو آرمان و.»
له دې سربېره، د تولیدي کارخونو یوشمېر مسوولین بیا وایي،د سیروم تولیدولو په برخه کې یې افغانستان ځان بسیاینې ته رسولی او له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د تولید لا زياتوالي لپاره دې ورته نړيوال بازار هم پيدا کړي.