• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/21

د خوست ولايت روغتیایي مسوولین وايي، په وروستيو درېيو مياشتو کې په دې ولایت کې نږدې ۱۰زره ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي.

د دې ولایت د عامې روغتيا ریاست چارواکي که څه هم د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې د هڅو ډاډ ورکوي، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعيت او په لرو پرتو سيمو کې د روغتيايي خدمتونو کمښت د دې ستونزې اصلي لاملونه ګڼي.

د خوست عامې روغتیا رییس ډاکټر حاجي احمد مجاهد وايي: « دا ستونزې مو له وزارت سره شریکې کړې دي او دوی به په دې اړه پرېکړه کوي. خبره دا ده چې ځینې ساحې ډېرې لرې دي او رسېدنه ورته نه کېږي، بله دا چې خلک هم بېوزله دي، هرڅوک نقلیه وسایط نه لري، ترڅو کلینیکونو ته مراجعه وکړي.»

د خوست ملکي روغتون د خوارځواکو ماشومانو واټ د ډاکټرانو په خبره، د یادې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې لاهم د دې ولایت پر کچه د بشپړو وسایلو او خدماتو په تړاو ستونزې موجودې دي.

دوی زیاتوي، د خوارځواکۍ ناروغي د مخنیوي لپاره دې کورنۍ هم صحي خواړه وخوري او خپلې روغتیا ساتنې ته دې پام وکړي.

ډاکټر ظفرخان حیدرخېل وايي: « د خوارځواکۍ واټ کې ستونزې لرو او دا واټ کوچنی دی خو ناروغان ډېر دي، نو ښه خبر دا ده چې د دې لپاره جلا واټ ولرو. خوارځواکي د امراضو مجموعه ده او د دې لپاره بشپړو وسایلو ته اړتیا ده.»

اخوا د خوست ولایت اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د روغتيايي خدمتونو د پياوړتيا ترڅنګ د خلکو د اقتصادي ودې او لپاره یې د کاري فرصتونو رامنځته کولو په تړاو عملي ګامونه پورته کړي، ترڅو په مرکز او لرې پرتو سیمو کې خلک په اسانۍ سره اړینو خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو ته لاس رسۍ پیدا کړي.

ټولنیز فعال رشیدالله همدرد وايي: « موږ له خپلو شتمنو خلکو، ملي موسسو او نړیوالو ادارو هیله لرو چې دغو کسانو ته رسېدنه وکړي، ځکه دا زموږ د ټولنې خلک دي.»

ټولنیز فعال سید شاه محبت وايي: « له دولت او په ځانګړې توګه له عامې روغتیا وزارت غوښتنه کوو چې لرې پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات ورسوي او ځوانانو ته د کار فرصتونه پيدا کړي.»

په خوست کې د روغتیایي خدماتو د کمښت او بېوزلۍ له امله رامنځته شوې خوارځواکۍ په اړه دا راپورونه په داسې حال کې ورکول کېږي چې تازه د خوړو نړیوال سازمان ویلي، د سږ کال په اوړي کې به افغانستان کې نږدې ۳ میلیونه کسان ژوند ژغورونکو مرستو ته اړتیا ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025
فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

فطرت: نړۍ سره د تعامل لپاره د سفر بندیزونو لرې کول اړین دي

جون 12, 2025
اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

اوچا: د ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو لپاره څه باندې ۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لرو

جون 12, 2025
هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

هلوټرسټ: له ۶ میلیونو زیات افغانان په ماین پوښلو سیمو کې ژوند کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist