د امريکا ډېټا فرينډلي سپېس(ډي.اېف.اېس) په نوم يوې نړيوالې موسسې موندلې چې په روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې د افغانستان پوهنیز او تعليمي بهير له ګڼو ننګونو سره مخ دی.
د يادې موسسې د مالوماتو له مخې، سرپرست حکومت د ۲۰۲۴ زېږدیز کال په ډسمبر کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو سربېره، په عامه او خصوصي طبي نيمه لوړو زده کړو موسسو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړې او په دې توګه د نجونو د زده کړو په اړه د هيله مندۍ وروستي ادرسونه هم محدود شول.
ډي اېف اېس موسسې زیاته کړې: « په افغانستان کې د نجونو پر وړاندې د زده کړو محدوديت او ګڼ نور هغه سیاسي عوامل چې د نجونو زده کړې یې درولې دي، هم د دې سبب شوي چې ګڼ شمېر ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شي. یوازې د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې ۱.۵ ميليونه نجونې له زده کړو راګرځول شوې دي.»
د ډېتا فرینډلي سپېس په نوم دې موسسې د ښوونې او روزنې اوسنی وضعيت بحراني ياد کړی او باور يې دا دی چې پر افغانستان ژورې اغېزې لرلی شي.
د يادې موسسې په اند، دغه بحران د بې سوادۍ، سختو کارونو ته د ماشومانو اړ ايستلو، له وخت وړاندې ودونو او د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي ډېرېدو خطر زیاتوي چې په خبره يې په دې توګه ښايي د افغانستان د راتلونکي کاري ځواک پراختیا او اقتصادي ودې ظرفیت محدود شي.
سرپرست حکومت په دې اړه څه نه وايي، خو يو شمېر زده کوونکې نجونې ترې د زده کړو اجازه غواړي.
یوه زده کړیاله وايي: « درې نیم کاله وشول چې زموږ پر مخ د ښوونځیو دروازې بندې دي او موږ له زده کړو لرې یو. دا هغه څه دي چې موږ یې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمنې کړې یو. له حکومت غوښتنه کوو چې موږ ته د زده کړو اجازه راکړي.»
د ښوونیز کال د پیل نږدې دوې میاشتې پوره کېږي خو داسې ښکاري چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو بیا پرانیستلو په اړه د سرپرست حکومت هغه طرحه چې کلونه وړاندې يې چارواکو پر جوړولو د کار جريان خبره کړې وه، لاهم نه ده بشپړه شوې.
د سیاسي چارو شنونکي د نجونو زده کړې د افغانستان هوساینې او پرځان بسیاینې لپاره اړینې بولي او وایي، باید د ټولنې پرمختګ او د کورنیو اقتصادي ودې لپاره نجونو ته هم په برابره توګه د زده کړو زمينه برابره شي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د نجونو تعلیم او تحصیل ضرور دی، نجونې دي چې راتلونکی جوړوي او د مور غېږه د هر انسان لومړنی مکتب دی، استاد دی، لارښود دی او معلم دی. راځئ د راتلونکي مېندو تربیه کړو، تعلیم ورکړو، ښوونځي او پوهنتون ته یې ولېږو او هغه اصول ورباندې زده کړو چې دوی یې نویو نسلونو ته انتقال کړي.»
د سیاسي چارو شنونکی محمد سلیم پیګیر وايي: « د نړیوالې ټولنې او افغانستان د خلکو یوازینی انتقاد د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دي چې کولی شي موږ په بحثونو کې چوپ پاتې کړي. د اسلامي امارت له رهبرۍ هیله کوو چې په دې اړه عاجله پرېکړه وکړي.»
له دې وړاندې ملګرو ملتونو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام اندېښنه ښودلې وه او زیاته کړې یې وه چې دغه بندیز په افغانستان کې بشري حقونه، بشري مرستې او اقتصادي کړکېچونه لا پېچلي کوي.