د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاویونګ د يکشنبې پر ورځ(د اپرېل ۱۱ مه) د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدلي.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو خبرې کړې.
ضیا احمد تکل وايي، د چین استازي ژمنه کړې چې هېواد به یې پر نړیواله کچه د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي.
تکل زیاتوي:« د افغانستان لپاره د چین د ولسي جمهوریت ځانګړي استازي ښاغلي یو شیاو یونګ د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړيکو او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وشوې. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت څخه د چین د دوامداره ملاتړ مننه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې په سوداګریزه برخه کې پرمختګونه د ستاینې وړ وبلل. د چین ولسي جمهوریت ځانګړي استازي یادونه وکړه چې هېواد به یې پر نړیواله ټولنه کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي او په اقتصادي پرمختګ کې به یې له خپلې ونډې درېغ نه کوي، ترڅو دلته په اقتصادي برخه کې مهم پرمختګونه رامنځته شي.»
یوشیاویونګ دغه راز د روانې میاشتې په پای کې مولوي امیر خان متقي ته د چين د سفر بلنه هم ورکړې.
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې چين تل د خپلو ګټو لپاره کار کار کوي او په کړو ژمنو تر ډېره عمل نه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی یحی چاووش وايي: « چین تل له نوور هېوادونو سره د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پرمهال خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي. ډېره موده کېږي چې چین د مس عینک کان قرارداد کړی، خو د استخراج، تولید او پروسېس لپاره یې عملي کارونه نه دي پیل کړي. همدارنګه چین په شمال کې د نفتو څاه ګانو قرارداد هم اخیستی، خو نفت تر استخراج وروسته په خامه بڼه پلوري او د پروسېس لپاره یې چاڼ ځایونه نه جوړوي.»
ځينې نور بیا وايي، چین له افغانستان سره په سیاسي اړیکو کې محطاطانه عمل کوي او نه غواړي له امریکا سره شريکې ګټې د افغانستان قرباني کړي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیل احمد نادم وايي: « چین له افغانستان سره په اړیکو کې نهایت محتاط دی. په تېرو څلورو کالو کې چې افغانستان کې رژیم بدل شوی، چا نه دي لیدلي چې چین د پانګونې یا کانونو د استخراج لپاره عملي ګامونه پورته کړي وي. چین له امریکا وېره لري، ځکه دوی له امریکا سره ټرېلیونونه ډالر معاملې لري او نه غواړي خپلې ګټې او مناسبات له افغانستان سره د اړیکو ساتلو قرباني کړي.»
د اسلامي امارت بیا واکمنېدو سره چين یوازينۍ هېواد دی چې له سرپرست حکومت سره یې اړیکې ساتلې دي، خو سره له دې چې بېجېنګ اسلامي امارت پر رسميت نه دی پېژندلی، د دواړو هېوادونو سفارتونه په رسمي توګه فعال دي.