د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو په مرکز کې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د راګرځولو یا استرداد کمیسیون خپلې لاسته راوړنې د رسنيو له لارې له خلکو سره شریک کړې.
چارواکي وايي، له تېرو دوه نیمو کالو راهیسې نږدې ۱۳ میلیونه جرېبه ځمکه د ځمکو بانک ته سپارل شوې، ترڅو د دولتي ځمکو د تثبیت او ساتنې، اجاره ورکونې او ملي ګته اخیستنې په موخه وکارول شي.
دوی زیاتوي، د یاد کمیسیون د چارو له پیل تردې دمه نږدې۵۰ میلیونه جرېبه شخصي او دولتي ځمکې غصبي تثبیت شوې چې له دغو ځمکو نږدې ۴ میلیونه جریبه له غاصبینو راګرځول شوې او د استرداد شویو ځمکو ۶۷زره جرېبه هغه يې په کابل کې ده.
د ځمکو د غصب مخنیوي او بېرته راګرځولو کمیسیون غړی احسان الله وثیق وايي: « د کمیسیون د کار له پیل تر نن تاریخ پورې، ۴۹ میلیونه ۷۶۳ زره ۷۲۱.۲۷ جریبه ځمکه تشخیص او تثبیت شوې ده. همدارنګه ۳ میلیونه ۹۳۰ زره ۹۳۳.۵۸۴ جرېبه ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځول شوې ده.»
احسان الله وثیق دغغ راز وایي، د ۱۴۰۳ لمریز کال له اتمې میاشتې راهیسې د ۷۹ مې مصوبې پر بنسټ یوازې په فاریاب کې څه باندې ۹ میلیونه جرېبه دولتي ځمکه د حکومتي املاکو په نوم ثبت شوې او په خبره یې په کابل کې هم ۳۶ ښارګوټي څېړل شوي چې له ډلې يې د ۱۳ هغو په تړاو پرېکړې صادرې شوې دي.
وثیق په دې اړه وايي: « یوازې په کابل ښار کې د کمیسیون له پیل تر نن تاريخ پورې۶۶ زره ۷۲۴.۲۶ جریبه ځمکه استرداد شوې ده. د ۱۴۴۶ کال په اوږدو کې په فاریاب ولایت کې د کمیسیون د ۱۴۴۶ کال د ۵ میاشتې د ۲۹ نېټې د ۷۹ ګڼې مصوبې پر بنسټ، ۹ میلیونه ۳۲۱ زره ۸۳.۲ جریبه ځمکه د دولتي املاکو په نوم ثبت شوې ده.»
بله خوا، د دې کمیسیون ځينې نور غړي بیا وایي، په ولایتونو کې د غصب شویو ځمکو قضیې له قانوني لارو سره سمې څېړل کېږي او په خبره یې هغه خلک چې غصب شوې ځمکې پرې پلورل شوې دي، حقوق یې محفوظ دي او له پلورونکو به بېرته خپلې پيسې ورته واخیستل شي.
د ځمکو د غصب مخنیوي او استرداد کمیسیون غړی محمد اسماعیل غزنوي وايي: « د هېواد په ټولو برخو کې لویې پروژې لکه د قوشتپې کانال، د کاسا زر پروژه او ورسره د ټاپي پروژه، که د غصب د مخنیوي کمیسیون فعالیت ونه کړي او دا ځمکې له غاصبینو تصفیه نه کړي او بېرته یې د ځمکو بانک ته ونه سپاري، دا یوه پروژه به هم پرمختګ ونه شي کولی. کومې پیسې چې خلکو د ځمکو پلورونو زورواکانو ته ورکړې، دوی به محکمې ته مراجعه کوي، په دې اړه اختصاصي محکمه فورا ً فیصله ورکوي او زورواکی به راځي او بېرته خپلې پیسې ورکوي.»
د دې کمیسیون چارواکي دا هم وایي، د نوي کابل ښار پروژه چې له ټولو نړیوالو معیارونو سره سم د تطبيق په حال کې ده، ۳۷۰ زره جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې او څلور شرکتونه یې عملا پر ودانیزو چارو بوخت دي.