د مس عینک کان قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د چین له اېم.سي.سي شرکت سره لاسلیک شوی او اټکل کېږي چې په دې کان کې څه باندې۱۱میلیونه ټنه مس شته دي.
د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي رییس سره په کتنه کې ویلي، مس عینک د افغانستان لپاره یوه ستره اقتصادي پروژه ده او سرپرست حکومت یاد شرکت ته ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند له اېم.سي.سي شرکت غوښتي چې د میس عینک پروژې ودانیزې چارې دې ژر پیل کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند نن د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت له عمومي ریس سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال مس عینک د افغانستان یوه مهمه اقتصادي پروژه وبلله او وې ویل، اسلامي امارت د دې پروژې د چارو پر مخ بېولو لپاره قراردادي شرکت ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي دي. محترم ملا عبدالغني برادر اخوند له قراردادي شرکت وغوښتل چې ژر تر ژره دې د یادې پروژې ساختماني چارې پیل او هغه ستونزې هوارې کړي چې د پروژې په کارونو کې د ځنډ لامل ګرځي.»
بله خوا، د اېم.سي.سي شرکت رییس وايي، چمتو دي چې دغه پروژه د کانونو او پټرولیم له وزارت سره په همغږۍ پر مخ یوسي.
له دې سره په یوه وخت، د اقتصادي چارو شنونکي د دې سترې اقتصادي پروژې د عملي چارو نه پیل کېدل داسې بیانوي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په اند هغه یوازینی دلیل چې اېم.سي.سي شرکت پر هغه باندې ټینګار کوي، د قرارداد موضوع ده. چینایان د قرارداد په ډول کې ځینې ملاحظات لري، له بلې خوا په سیمه کې د تاریخي او لرغونو آبداتو شتون هم سبب شوی چې د دې کان د استخراج چارې ټکنۍ کړي.»
ځينې نور بیا د مس عینک کان پروژه د هېواد یوه له مهمو او لویو طبیعي سرچینو ګڼي او ټینګار کوي چې سرپرست حکومت دې پر ياد چینایي شرکت فشارونه راوړي ترڅو د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه په عملي ډول پیل کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « هغوی دوې برخې دي، یوه برخه یې غواړي په لګښتونو کې حساب کړي او د افغانستان اسلامي امارت غواړي چې دا بلاعوضه ګټه ده او تاسو ویلي وو چې به موږ په افغانستان کې سرمایه ګذاري کوو، لکه د برېښنا کوټ جوړېدل یا نور. د همدې امله دا پروژه یوڅه ځنډېدلې ده، خو بیا هم موږ په ځانګړې توګه له چینايي شرکت او اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د دې ملي پروژې په اړه ژر توافق ته ورسېږي او عملي چارې یې پیل کړي. دا پروژه د افغانستان لپاره ډېره مهمه ده.»
د مس عینک کان پروژه د هېواد یوه له سترو پروژو شمېرل کېږي چې ۱۷ کاله وړاندې یې له یوه چینایي شرکت سره د استخراج تړون لاسلیک شوی و، خو تر اوسه پورې یې عملي چارې نه دي پیل شوې.