• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/11

د زندانونو چارو د سمون ادارې په تازه اقدام کې رسنيو او نړيوالو سازمانونو ته اجازه ورکړه چې د کابل په شمول په ټولو ولايتونو کې د سرپرست حکومت له زندانونو ليدنه وکړي.

د دې ادارې عمومي رییس محمد یوسف مستري وايي، دغه کار يې د زندانيانو له وضعيته د يادو سازمانونو خبرولو په موخه کړی، ترڅو په دې اړه د دوی شته اندېښنو ته په ځواب کې له بندخونو د ليدنو په پایله کې بې ‌پرې راپورونه چمتو کړي.

مستري زیاتوي: « زه خلکو ته ډاډ ورکوم چې د بندیانو حقوق نه دي تلف شوي او نه به تر پښو لاندې کېږي. انشاالله هر چاته به خپل انساني حق پوره ور رسېږي. په دویم قدم کې هغه نظارتي ادارې چې دنده لري د بندیانو له حالت ځان خبر کړي او پوښتنه یې وکړي، د مثال په توګه د بشري حقونو ادارې او د سره صلیب کمېټه، راځي او د بندیانو حال اخلي؛ زموږ غوښتنه ترې دا ده چې باید په خپلو سترګو لیدلی حال میډیا ته ووايي. اوس بیا غوښتنه کوم چې راشي او له محابسو دې نږدې کتنه وکړي.»        

د زندانونو چارو د سمون ادارې رییس ډاډ ورکوي چې دا مهال په زندانونو کې د زندانيانو لپاره د ژوند ټولې اسانتياوې برابرې شوې او د دوی حقونه تامين دي.

په ورته مهال، زندانیان هم له رامنځته شویو اسانتياوو خوښ دي او وايي، زندانونو کې د زده ‌کړو زمينه هم ورته برابره شوې ده.

یوتن زنداني په دې اړه وايي: « له موږ سره مسوولین او پرسونل ښه چلن کوي، ستونزې نه شته. دلته ټول سهولتونه برابر دي، په هرو ۱۵ ورځو کې زموږ خپلوان راځي او په آزاده فضا کې ورسره ګورو.»

د سیاسي چارو شنونکي د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري رسنيو او نړيوالو سازمانونو ته له زندانونو د ليدنې اجازې ورکړه ستايي او ترڅنګ یې له يادې ادارې غواړي چې د خپل مسووليت له مخې دې لا زياتې اسانتياوې زندانيانو ته برابرې کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي: « د اسلامي امارت د محاسبو اړوند مسوولینو دغه څرګندونې چې ګویا د نړیوالې ټولنې یا هغو داخلي ټولنو لپاره چې د زندانیانو د ژوند او له دوی سره د کېدونکي چلن په اړه مالومات غواړي، دوی کولی شي زندانونه له نږدې وڅاري؛ دا د ستاینې وړ ګام دی او باید وستایل شي. باید په دې برخه کې لا ډېر داسې فرصتونه برابر شي چې له امله یې د نړیوالو بهانې او د بشري حقونو په نوم ابزار، ترې واخلي.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو په شمول د بشري حقونو ځينو ملاتړو بنسټونو ادعا کړې وه چې د افغانستان په زندانونو کې له زندانيانو سره ناوړه چلن  کېږي او هېڅ راز اسانتياوو ته لاسرسی نه لري. هغه مهال هم سرپرست حکومت د يادو سازمانونو دا ادعاوې رد کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې
افغانستان

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی
افغانستان

چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

مې 10, 2025
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
افغانستان

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

مې 10, 2025
د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې
افغانستان

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025

وروستي خبرونه

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مستري: نړیوال سازمانونه او رسنۍ د افغانستان له زندانونو لیدنه کولی شي

مې 11, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025
افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

افغانستان، چين او پاکستان د ګډو همکاريو پر لاپراختيا هوکړه کړې

مې 11, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

سرپرست حکومت د باثباته افغانستان په اړه د چين او روسیې د ولسمشرانو له څرګندونو هرکلی کړی

مې 11, 2025
عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist