د جمعې پر ورځ (د مې پر ۹ مه) د چين او روسيې ولسمشرانو په مسکو کې د ليدنې پرمهال د يوه داسې افغانستان په اړه هيله ښودلې چې له نشه يي توکو او ترهګرۍ پاک، باثباته او له خپلو ګاونډيانو سره په سوله کې ژوند وکړي.
د دوی دا څرګندونې د سرپرست حکومت له هرکلي سره مخ شوې او مسوولین ډاډ ورکوي چې حکومت د چين او روسيې په شمول له ټولو هېوادونو سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په سيمه کې د ثبات ټینګښت لپاره د مسکو او بېجينګ هڅې مهمې ګڼي او زياتوي سرپرست حکومت هم د ثبات پياوړتيا په برخه کې ورسره همکار دی.
فطرت په دې اړه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د روسیې او چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښه روابط غواړي. له چین او روسیې سره مو مخکې هم ښې اړیکې لرلې او په راتلونکي کې له دواړو هېوادونو سره د اقتصادي همکاریو او هر اړخیزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا د ټولو پر ګټه بولو. دا هڅې د سیمې د اقتصاد، سیمه ییز اتصال او ثبات لپاره مهمې بولو. موږ هم ورته دريځ لرو او له دواړو هېوادونو سره د ښو اړیکو په رڼا کې د رغنده پرمختګ غوښتونکي یو.»
د سیاسي چارو شنونکي بيا د افغانستان په مساله کې د چين او روسيې د سوله ييز او رغوونکي رول د احيا کېدو غوښتونکي دي او په خبره یې، دا دواړه هېوادونه له نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړيکو په عادي کولو کې بشپړه همکاري کولی شي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « هم افغانستان او هم روسیه او چین باید افغانستان کې د نشه يي توکو له منځه وړلو په تړاو هڅه وکړي او هم د افغانستان د ثبات لپاره هڅې وکړي، ترڅو افغانستان له ثبات برخمن او له نشه يي توکو پاک شي.»
ځینې نور بیا له روسیې او چین سره د افغانستان د اړيکو پراختیا پرمختګ ګڼي، خو ټينګار کوي چې سرپرست حکومت دې د اړيکو لا پراخولو لپاره د امريکا په شمول له لوېديځو هېوادونو سره هم د تعامل پراختيا ته مخه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « شرق او غرب بلاک ورسره په دې خېطه کې پرتو مملکتونو ته دا ذهنیت جوړول او باور ورکول چې په افغانستان کې سوله او ثبات د دوی د خیر او ښېګڼې لپاره دی او په هېڅ قېمت باید دې ته لمن ونه وهل شي چې د افغانستان اوسنی حکومت متزلزل کړای شي او دلته امنیت تخریب شي. زما په اند، دا یوه لاسته راوړنه او هغه فکر دی چې د افغانستان د راتلونکي لپاره مثبت رول لوبولی شي.»
شنونکي د نړيوال رسميت نه ترلاسه کېدل د سرپرست حکومت پر وړاندې عمده مساله ګڼي او له دې وړاندې يې په مکرره توګه له سرپرست حکومت غوښتي چې دې هدف ته د رسېدو لپاره دې د افغانانو او نړيوالو مشروع غوښتنې ومني.