• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/10

په نړۍواله دویمه جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد د بریا نمانځلو په مراسمو کې د ګڼو هېوادونو د ولسمشرانو تر څنګ د چین ولسمشر شي جین پنګ هم ګډون درلود.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو تر لیدنې وروسته په دې اړه یوه ګډه اعلامیه کې د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریز مسایلو ترڅنګ د افغانستان موضوع ته هم اشاره کړې.

د دې اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د څو اړخیزه میکانیزمونو له لارې په دوه اړخیزه کچه له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی او دغه څه یې د یوه خپلواک، متحد او سوله‌ییز افغانستان لپاره له دې کبله مهم بللي؛ ترڅو افغانستان د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو له زیانونو خوندي وي او له خپلو ګاونډیو سره د همغږۍ او همکارۍ په فضا کې ژوند وکړي.

د ګډې اعلامیې یوه برخه:« دواړه خواوې چمتو دي چې د افغانستان په چارو کې په دوه اړخیزه کچه او د څو اړخیزو میکانیزمونو له لارې همکارۍ ته پیاوړتیا ورکړي، ترڅو د افغانستان د ملاتړ له لارې دغه هېواد د یوه داسې خپلواک، بې پرې، متحد او سوله‌ییز هېواد په توګه راڅرګند شي چې د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو له زیانونو خوندي وي او له خپلو ټولو ګاونډیو سره د همکارۍ او همغږۍ په فضا کې ژوند وکړي.»

دواړو خواوو دغه راز د افغانستان د سیاسي حل په برخه کې، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې، د افغانستان په تړاو د مسکو مشورتي فورم، د چین، روسیې، پاکستان او ایران څلور اړخیزه میکانیزم او د شانګهای همکاریو سازمان په څېر د سیمه‌ییزو غونډو او پلاټفارمونو رول مثبت او رغوونکی بللی او ترې ملاتړ یې کړی.

د سیاسي چارو شن ونکي وايي، د افغانستان په قضیو کې د چین او روسیې بې پرې او رغوونکی رول چې دواړه هېوادونه په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه دوه پیاوړي او ځواکمن هېوادونه دي؛ کولی شي په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، ډېپلوماټیکه او له نړۍ سره د اړیکو په جوړولو کې ګټور وي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي:« چین او روسیه په نړۍ کې دوه زبرځواک هېوادونه دي، له سیاسي، اقتصادي او امنیتي لحاظه غښتلي هم دي. بناء که دوی وغواړي واقعا په افغانستان کې سوله، امنیت،ثبات، خپلواکي، ترقي، اقتصادي وده، هرڅه کولی شي، خو په دې شرط چې د افغانستان دولت دې ته اماده شي او چین او روسیه وکړی شي چې غربي نړۍ سره هم په دې اړه تفاهم ولري، ځکه د هغوی مداخلې بیا کېدی شي دوی ته ځیني خنډونه جوړ کړي.»

ځینې نور بیا  له روسیې او چین سره د همکاریو غځېدل له افغانستان سره د دوستانه اړیکو ټینګښت پرمختګ او لویه لاسته راوړنه ګڼي.

د دوی په باور دغه اړیکې هغه مهال لاګټورې کېدای شي چې د ناپېلي سیاست له مخې او له غربي هېوادونو او په تېره بیا له امریکا سره د سیالیو له دریڅې نه، بلکې له یادو لورو او جهتونو سره د تفاهم له لارې ټینګې شي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي:« چین خو له پخوا راهیسې د افغانستان اسلامي امارت سره اړیکې د سفارت پر کچه رغولي. خو دا چې په دې وروستیو کې اوس روسیه غواړي چې له افغانستان سره اړیکې په ډیپلوماتیکه کچه بانډې پياوړې کړي، دا یو پرمختګ دی او دا چې د چین او روسیې مشرانو د افغانستان په تړاو سره لیدلي، دا مالومه خبره ده چې له یوې خوا افغانستان په جغرافیوي لحاظ باندې ځانګړی ځای لري.»  

دا داسې مهال ده چې چین او روسیې له دې وړاندې په ځلونو له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا هیله څرګنده کړې وه او د امریکا په شمول یې پر نړۍوالې ټولنې له دې کبله سختې نیوکې کړې وې چې ګواکې دغه هېوادونه له افغانستان سره د تقابل له ادرس دوه ګونی چلن کوي او د دې هېواد اوسني شرایط یې له پامه غورځولي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی
افغانستان

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

مې 10, 2025
د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې
افغانستان

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې
افغانستان

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

مې 8, 2025
ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده
افغانستان

ملګري ملتونه: د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره ۴۰۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

مې 8, 2025
صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی
افغانستان

صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

مې 8, 2025

وروستي خبرونه

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

عثماني: د غنمو توليد برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې شوې یو

مې 10, 2025
هند: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

د هند بهرنیو چارو وزارت مرستیال: نړۍ پاکستان د ترهګریزو ډلو پټنځای په توګه پېژني

مې 10, 2025
چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

چین او روسیې له افغانستان سره د همکارۍ پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی

مې 10, 2025
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

 د هند او پاکستان ترمنځ د امنیتي کړکیچ زياتوالي افغان کډوال اندیښمن کړې

مې 10, 2025
د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

د یو.اېن.ډي.پي ارزونه: ۷۵سلنه افغانان له معیشتي ناامنۍ سره مخ دي

مې 8, 2025
پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

پاسپورټ ریاست: تېرکال څه باندې ۲ میلیونه پاسپورټونه وېشل شوې

مې 8, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist