Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې

د کابل اندرا ګاندي روغتون کېد ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت نوې پروژې پلې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/07

د کابل اندرا ګاندي یا صحت طفل روغتون کې چې د ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړی روغتون دی، د برېښنا تولیدولو د یوې شبکې ترڅنګ، د اکسیجن د تولید او برانکوسکوپي ماشینونه هم فعال او په کار یې پیل  وکړ.

عامې روغتیا وزارت وايي، په روغتیايي برخه کې دغه مهمې پروژې د اروپايي ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري تمویل شوې وې چې ورسره به تر ډېره حده د ماشومانو د درملنې په برخه کې شته ستونزې هم هوارې شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نورجلال جلالي وايي: « له اندرا ګاندي روغتون سره یې د اکسیجن د تولید دستګاه، برانکوسکوپي آله او څلور جنراتورونه مرسته کړې ده. د دوی دا مرسته حیاتي ارزښت لري او اندراګاندي روغتون کې د مریضانو د درملنې پر کیفیت مثبت اغېز کوي. اندراګاندي روغتون چې د ماشومانو د ناروغیو درملنې لپاره د هېواد پر کچه تخصصي روغتون دی، بهترین صحي کادرونه لري او په ورځني ډول ډېری ناروغ ماشومان دې روغتون ته راوړل کېږي او دلته ورته خدمات وړاندې کېږي.»

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب رییس وحدت الکوزی وايي:« برانکوسکوپي هغه څانګه یا هغه ماشین او آله ده، که چېرې د کوچنیانو په تنفسي لارو کې کوم اجنبي جسم نښتی وي، د دې ماشین په وسیله را ایستل کېږي. له بده مرغه تر دې وړاندې دا ماشین په یوه دولتي روغتون کې هم موجود نه و او زموږ هېوادوال د دغو ستونزو پرمهال یا خصوصي روغتونونو ته تلل او که به وضعیت ډېر اختلاطي و، بیا به مجبور و چې نورو هېوادونو ته لاړ شي.»

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان چې د دغو روغتیايي پروژو په تمویل کې یې ونډه لرله وايي، اکسیجن د ماشومانو او د لوړ عمر لرونکو کسانو په ګډون د ټولو ناروغانو ژوند ژغورلو لپاره اړین دی.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ایډوین سلواډور وايي: « د طبي اکسیجن ماشین یوازې یوه عادي آله نه ده بلکې یوه ژوند ژغورونکې درملنه ده او د هغو ناروغانو لپاره ډېره حیاتي ده چې سینه بغل ناروغي لري. همدارنګه د جراحۍ د خوندي عملیاتو او د هغو ټولو مواردو لپاره ډېره ګټوره ده چې له بېړنیو روغتیايي حالاتو سره مخ وي. دا په ځانګړې توګه تازه زیږېدلو ماشومانو، مېندواره ښځو او د هغو پاخه عمر لرونکو لپاره هم ډېره مهمه وسیله ده چې د ناروغۍ په وخت کې اکسیجن ته اړتیا لري. د کرونا وبا پرمهال موږ د دې شاهدان و چې د طبي اکسیجن کمښت څومره کولی شي ویجاړونکې اغېزې ولري.»

د دغو پروژو ټولیز لګښت څه باندې ۷۵ میلیونه افغانۍ دی چې د اروپايي ټولنې او د روغتیا نړیوال سازمان له لوري ورکړل شوی.

د عامې ورغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي: « په دغو څانګو زموږ عمومي لګښت ۱ میلیون او ۶۵ زره امریکايي ډالر دي چې د افغانیو په حساب نږدې ۷۶ میلیونه کېږي.»

په همدې حال کې د عامې ورغتیا وزارت سرپرست وايي، په پلان کې ده چې په دولتي روغتونونو کې د قلبي او سرطاني ناروغیو د درملنې څانګې فعالې شي او له هغې ورسته نور د دې اړتیا نه وي چې خلک د دغو ناروغیو د درملنې په موخه نورو هېوادونو ته لاړ شي.

مولوي نور جلال جلالي زیاتوي، په روان کال کې به د دغو څانګو د فعالولو په موخه ځانګړې ټیکنالوجي او طبي لوازم هېواد ته راوړل شي.

جلالي په دې اړه وايي: « زموږ د صحي پرسونل د زحمتونو په نتیجه کې به انشالله په نږدې راتلونکې کې په دولتي سکټور کې ولادي او قلبي ناروغیو، د کاهلانو د قلبي ناروغیو او د سرطان د ناروغیو درملنې امکانات برابر شي. په دې سره به وطنوالو ته د افغانستان په داخل کې د دې ناروغیو د معیاري درملنې سهولتونه رامنځته شي. موږ په دې برخه کې کادرونه لرو او په همدې کال کې به د دغو څانګو لپاره اړین طبي وسایل او ټکنالوژي هم برابره شي.»

د عامې روغتیا وزارت چارواکي دغه راز وايي، په پام کې ده چې د اندرا ګاندي روغتون ظرفیت لوړ شي او همدا راز په دې روغتون کې د سټي سکین دستګاه په فعالولو سره د ماشومانو د درملنې په برخه کې خلکو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist