• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

اوچا تېرکال له ۲.۸ میلیونو افغانانو سره مرستې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/06

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږې کوونکې ادارې(اوچا) په یوه تازه راپور کې ویلي، په تېر ۲۰۲۴زېږدیز کال کې یې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو له لوري ۷۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او په بېلابېلو ولایتونو کې یې پر ۲.۸ میلیونه افغانانو وېشلي دي.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۴زېږدیز کال کې د افغانستان بشري مرستو صندوق ټوله تمویلي بودیجه ۷۴.۴ میلیونه ډالر وه. هالنډ، اسټرالیا، جرمني او انګلستان د دې مرستو لوی تمویلونکي وو. تېر کال دې صندوق په کابل، ننګرهار، کندهار او بادغیس کې ۲.۸ میلیونه خلکو ته مرستې رسولې دي.»

اوچا د خپل راپور په یوه بله برخه کې اټکل کړی چې روان کال به په افغانستان کې خلک د اقلیمي بدلون ناوړه پايلو، د خوراکي توکو کمښت او تغذیې له بحران سره مخ وي چې په خبره یې دوامداره تمویل ته اړتیا لیدل کېږي.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۵زېږدیز کال کې به افغانستان له اقلیمي بدلون، وچکالۍ، د خوړو له شدید کمښت او د تغذيې له بحران سره مخ وي. د دې ستونزو پر وړاندې دوامداره تمویل، د ښځو ملاتړ، سیمه ‌ییزو ادارو ته د صلاحیت ورکول او د انساني حقونو خوندیتوب ډېر اړین دي.»

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو او ځينو نورو نړيوالو بنسټونو هغه ادعا تاییدوي چې په افغانستان کې د لوږې کچه لوړه شوې او د راټيټولو لپاره يې د مرستو د دوام ترڅنګ د داسې مکانېزمونو په رامنځته کولو کې د همکاريو غوښتنه کوي چې خلکو ته د کاري فرصتونو په برابرولو سره د دوی اوږدمهاله اقتصادي ځان بسیاينه تضمين کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدارڼ وايي: « دا منو چې د افغانستان خلک مرستو ته اړتیا لري، خو داسې مرستو ته اړتیا نه لري چې د لنډې مودې لپاره وي. که دوی واقعا ً غواړي مرسته وکړي، نو خلکو ته باید د کار زمینه برابره کړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په دې کې تر ډېره برید حقایق دي، ځکه که چېرې موږ په دې وروستیو کې د مهاجرینو راتګ ته وګورو، د بېکارۍ کچې ته وګورو، دغه راز په دولتي ادارو کې روان تنقیص ته وګورو او یا هم په ټولیزه توګه مارکېټ کې د اقتصادي ستونزو موضوع ته او د نړیوالې پانګې نه شتون موضوعاتو ته وکتلی شي، ټول هغه څه دي چې د افغانستان داخلي مارکېټ یې د کارګرانو لپاره ضعیفه کړی دی.»

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو اړوند ادارو ادعا وکړه چې دامهال په افغانستان کې ۲۳.۹ ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري او له ډلې يې شاوخوا ۱۴ميليونه له شديدې لوږې سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist