Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه لوی لابراتوار ودانۍ ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/03

په ننګرهار کې د ختیځ زون پر کچه د یوه ستر معیاري لابراتور ودانۍ چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام(یو.اېن.ډي.پي) په ۲۷ میلیونو افغانیو مالي مرستې جوړه شوې، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ننګرهار روغتیا ریاست مسوولین د دې لابراتور د ګټې اخیستنې مراسمو کې وویل، د یاد لابراتور په فعالیت سره به ډېر شمېر ناروغان  د ناروغیو د تشخیص لپاره ګاونډیو هېوادونو ته له تګ خلاص شي.

د ننګرهار عامې روغتیا رییس مولوي امین الله شریف وايي: « په دې باندې ټولټال ۲۷.۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغی چې یوازې ۲۰ میلیونه یې د ودانۍ په جوړېدو لګول شوې دي. په دې لابراتوار کې به د هغو ناروغیو تشخیص کېږي چې له دې وړاندې د دې ځای په روغتونونو کې نه کېدل. له دې وروسته به زموږ خلک مجبور نه وي چې د ناروغیو د تشخیص لپاره بل ځای لاړ شي.»

په ورته مهال، د روغتیا وزارت چارواکي وايي، د روغتیا برخه کې ځان بسیاینې ته د هېواد رسولو هڅې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي وايي: « زموږ ټولو هدف او آرمان دا دی چې موږ په ځانګړې توګه روغتیا برخه کې خودکفا او پر خپلو پښو ودرېږو. په همدې موخه د دې لابراتوار کارونه بشپړ شول.»

د ننګرهار اوسېدونکي هم د دې لاربراتوار جوړېدو ته خوشاله دي، خو د ژر فعالیت او په دوامدار ډول د دې لابراتوار د اړتیاوو د پوره کېدلو او حکومتي څار غوښتنه کوي.

د ننګرهار یو اوسېدونکی وايي: « دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په جلال آباد کې دا ډول لابراتوار جوړېږي. موږ له دې وړاندې بهر ملکونو ته تلوو او ډېر په تکلیف وو. زموږ ناروغان په تورخم کې له حده زیات په عذاب وو.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی وايي: « دا خلک به د معایناتو لپاره کابل، پېښو یا نورو بهرنیو هېوادونو ته تلل او په دې اړه له سختو ستونزو سره مخ وو. له دې وروسته به ټول معاینات دلته اجراء کېږي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی وايي: « خدای دې نور هم توفیق ورکړي چې دلته ښه ډاکټران راولي او سم معاینات وشي. د دې ځای جوړېدل د ټولو خلکو لپاره ښه دی.»

دا لابراتور داسې مهال ګټې اخیستنې ته سپارل کېږي چې لاهم ډېر شمېر ناروغان د خپلو ناروغیو د تشخیص لپاره ګاونډویو هېوادونو ته ورځي او په دې برخه کې د وېزو پر ستونزو سربېره، له ګڼو نورو ستونزو او درنو مالي لګښتونو سره هم مخامخ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist