• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونه: افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو

ملګرو ملتونه: افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ یو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/30

د ملګرو ملتونو ویاند په خپل وروستي خبري کنفرانس کې د افغانستان بشري وضعیت ته په اشارې ویلي، په افغانستان کې د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

سټېفن دوجاریک ویلي، سره له دې چې دا مهال د افغانستان شاوخوا ۲۳ میلیونه وګړي نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، خو دغه وضعیت ته د رسېدنې لپاره کافي بودیجه په واک کې نه لري.

نوموړي زیاته کړې، هېواد ته په بشري چارو کې د انټونیو ګوتیرېش مرستیال ټام فلېچر سفر او له ګڼو افغان چارواکو سره لیدنو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې نوموړي په دې ناستو کې له افغانستان سره د مرستو د دوام ډاډ ورکړی.

دوجاریک زیاته کړې: « په افغانستان کې زموږ د بشرپاله همکارانو د مالوماتو له مخې، دا مهال ۲۳ میلیونه افغانان چې د ټول نفوس نیمايي برخه جوړوي، داسې مهال ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا لري چې ملګري ملتونه او شریکان یې هلته د بسپنې له ژور کمښت سره لاس او ګرېوان دي.»

بل پلو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) مشر ټام فلېچر د اقتصاد وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې دواړو د بشري مرستو او په ځانګړي ډول د پراختیايي مرستو پر دوام ټینګار کړی چې د کاري فرصتونو رامنځته کېدو او د کورنیو اقتصادي ودې لامل بلل کیږي.

د چارو شنونکي بیا د نړیوالو مرستې که څه هم اغېزناکې خو لنډمهاله ګڼي او وايي، ښايي دا مرستې په راتلونکي کې راکمې او ان په بشپړ ډول بندې شي.

د دوی په بارو سرپرست حکومت ته په کار ده چې په اوږدمهال کې پر دغو مرستو د اتکا د راکمولو لپاره باید د پراختیايي لویو پروژو د عملي کولو له لارې کاري فرصتونو د ایجادولو ترڅنګ، ورسره په هېواد کې د بېوزلۍ کچه راټیټه شي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « بشري مرستې یو ځل مصرف دي او په لنډمهاله کې کولی شي هېواد کې له بېوزلۍ مخه ونیسي. دا مرستې په دایمي بڼه نه دي بلکې یوه ورځ کمېږي او ښايي یو وخت په بشپړه توګه بندې شي. اړتیا ده چې د افغانستان حکومت خپله هڅه وکړي، خپل ستراتیژيک او اقتصادي پلانونه او پروګرامونه ولري، ترڅو وکولی شي اقتصادي پراختیايي پروژو ته حرکت ورکړي، پانګونه جذب او زیاته کړي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه او دایمي عاید برابر شي او له امله یې په هېواد کې د بېوزلۍ کچه هم راټیټه شي.»             

د ملګرو ملتونو په مرستو کې د کمښت خبر داسې مهال دی چې څه موده وړاندې امریکا د خوړو نړیوال پروګرام له لارې له افغانستان سره د مرستو ځنډولو خبر ورکړی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist