• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کتاب پلورونکي: د کتابونو د پلور او چاپ اوسنی بازار د ډاډ وړ دی

کتاب پلورونکي: د کتابونو د پلور او چاپ اوسنی بازار د ډاډ وړ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/24

د ملګرو ملتونو د تعلیمي او فرهنګي ادارې یا یونسکو له لوري د اپریل ۲۳مه د کتاب نړیواله ورځ نومول شوې.

 دا ورځ هر کال د یو شمېر هېوادونو او سازمانونو له لوري د یو لړ مراسمو په لړ کې د مطالعې د ارزښت، د لیکوالانو لاسنیوي او مطالعې دود پراخولو په موخه نمانځل کېږي.

سږ کال دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال رارسېږي چې یو شمېر هېوادوال وایي، د تېرو کلونو پرتله له مطالعې او کتاب ‌لوستلو سره د خلکو علاقه کمه شوې ده.

 دوی یې لامل ناوړه اقتصادي وضعیت او د انټرنېټ زیاته کارونه بولي.

د عبدالله په نوم یو محصل وايي: « په اوسني وضعیت کې زموږ د ټولنې او ځوانانو اقتصادي وضعیت ته که وګورو، دا سبب شوي چې له لیک او مطالعې سره د ځوانانو علاقه کمه شي. که ځوانان د ځان لپاره هدف ولري او د کتاب لوستلو ته وخت ورکړي، موږ به له دې بحراني وضعیت ووځو.»

محصل حامد الله وايي: « زه محصل یم او دلته داسې کتابونه دي چې بیه یې تر ۵۰۰ افغانیو ده. موږ نه شو کولی دا کتابونه وپېرو.»

یو شمېر ځوانان بیا کتاب او مطالعه د پرمختګ راز بولي او له ټولو غواړي چې په هېڅ ډول شرایطو کې له کتاب لرې نه شي او مطالعې ته وخت ورکړي.

د کابل اوسېدونکی شفیق الله مشفق وايي: « د کتاب لوستل هېڅکله ناوخته نه دي، داسې هسې بهانې دي چې وايي د کتاب لوستلو ته وخت نه لري یا اقتصادي ستونزې لري. زما په نظر، ځوانان باید تل په دې هڅه کې وي چې نوي کتابونه ولولي. دا مهال زموږ اکثریت ځوانان په خواله رسنیو او انټرنېټ کې بېځایه وخت تېروي. دوی باید له وخت سالمه ګټه واخلي او کتابونه ولولي.»

د کابل پوهنتون محصل محب‌الله وايي:« ځینو لیکوالانو ډېر څه کړې او د خپلو ماغزو په خوړلو یې موږ ته کتابونه لیکلي. د کتاب په لوستلو سره موږ په ډېر څه پوهېدای شو، خپل تاریخ او تېره زمانه لیدلی شو.»

لیکوالان بیا د دې ترڅنګ چې اوس‌ مهال د کتابونو د لیکلو لپاره شرایط برابر بولي، خو وایي سرپرست حکومت دې د لیکوالانو د لاسنیوي لپاره د کتابونو نندراتونونه جوړ کړي.

لیکوال حسیب‌الله سجاد وايي: « تېر ۱۴۰۳ کال یو له هغو کالونو و چې کولی شو له نورو کالونو سره یې پرتله کړو. په دې کال هرې خپرندویه ټولنې هم د غوره منځپانګې او هم شمېر له مخې ډېر کتابونه ټولنې ته وړاندې کړل. له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت غوښتنه کوو چې عامه کتابتونونو ته ځانګړې پاملرنه وکړي، نندارتونونه جوړ کړي او د لیکوالانو د ستاینې لپاره غونډې جوړې کړي.»

کتاب‌ پلورونکي بیا د کتابونو د چاپ او پلور اوسنی بازار د ډاډ وړ بولي، خو د لیکوالانو له لوري د تخصصي کتابونو نه لیکل د اندېښنې وړ بولي او له لیکوالانو غواړي چې په دې برخه کې پاملرنه زیاته کړي.

د اکسوس کتاب ‌پلورنځي مشر صفي الله ناصري وايي: « په دې وروستیو کې د کتابونو د چاپ بهیر ښه شوی او تر ډېره یې هم په مرکز او هم ولایتونو کې مثبته وده کړې. زموږ یوه لویه ستونزه دا ده چې په تخصصي او ساینسي برخو کې چې افغانستان او پښتو ژبه ورته اړتیا هم لري، تخصصي کار نه دی شوی. البته ځینې مقطعي او انفرادي کارونه شوي، خو دا ښه پایله نه لري، موږ هیله لرو چې تخصصي برخه کې لا ډېر کار وشي.»

یو شمېر لیکوالان د کتاب نړیوالې ورځې په مناسبت ټینګار کوي چې په کال کې یوه ورځ د کتاب ورځې په نوم نومول بسنه نه‌ کوي، بلکې ځوانان او په ځانګړې توګه نوی نسل باید له کتاب سره هر مهال اړیکه وساتي او د خپلو تعلیمي یا تحصیلي زده ‌کړو ترڅنګ باید اضافي مطالعه هم‌ وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist