• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مسکو او اسلام اباد له افغانستانه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ په  زیاتولو سلا شوي

مسکو او اسلام اباد له افغانستانه د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د ګډې همکارۍ په زیاتولو سلا شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/24

د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې د ناامنيو له زياتېدو سره، د پاکستان او روسیې ګډې کاري ډلې له نړیوال تروریزم سره د مبارزې پر لارو چارو بحثونه کړي.

دغه بحثونه د سې ‌شنبې په ورځ(د اپریل پر ۲۳ مه) شوي چې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت په خبره، د افغانستان پر ځای سيمې ته د ترهګرۍ د فعاليت ساحې پر بدلېدو هم په کې تمرکز شوی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلاميې په خپرولو سره ویلي، دواړو خواوو له افغانستان او سيمې د متوجې ګواښونو مخنيوي او ګډو همکاريو په اړه هم ژور بحثونه کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « دواړو خواوو د سیمه ‌ییزې او نړيوالې ترهګرۍ او په ځانګړي ډول له افغانستان او سیمې د مخ پر زیاتېدونکي ترهګریز ګواښ په تړاو ژور بحثونه وکړل. دغه بحثونه تر ډېره د ترهګريزو فعاليتونو لپاره د سیمې بدلېدو او له دې پدېدې سره د مبارزې پر تطبیقي او د همکارۍ وړ سټراټیژیو د زیاتوالي پر اړتیا متمرکز وو.»

د اسلامي امارت سرپرست حکومت له افغانستانه بهر ته د تهديد په اړه هر ډول ادعاوې په ردولو سره وايي، اوس ‌مهال په افغانستان کې امنيت تامين دی او هېڅ ورانکارې ډلې ته په خپله خاوره کې د فعاليت اجازه نه ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « په افغانستان کې له تېرو درې نیمو کالو راهیسې بې ساری امنیت تأمین شوی او د هېواد ټوله جغرافیه د اسلامي امارت د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. دفاعي ځواکونه د پولو امنیت ته پوره متوجه دي او هېچا ته د افغانستان له خاورې امنیتي تهدید نه دی متوجه، په دې اړه ټولنې اندېښنې بېځایه دي او موږ یې ردوو.»

د سیاسي چارو کارپوهان بيا برعکس د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې امنيتي وضعيت د ژورې اندېښنې وړ بولي او زیاتوي، دې وضعيت پاکستان له کاواکۍ سره مخ کړی.

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « د معلوماتو، ثبوتونو او شواهدو پر بنسټ باندې، تل دلته افغانستان کې د نورو هېوادونو سیاستونو، پالیسیو او ډلو ټپلو مشکلات جوړ کړي او هغه آلات یې د خپلې ګټې لپاره لوبولي دي.» 

ځينې نور بيا دلته روانو ناامنيو ته د سيمې او افغانستان پر وړاندې د پاکستان له پالیسيو سره تړاو ورکوي او ټينګار کوي، که دا پاليسۍ واقعيتونو ته په کتو مثبت بدلون ونه کړي، ښايي ياده ناامني د پاکستان ترڅنګ په ټوله سيمه او افغانستان هم اغېز وکړي.

د پوځي چارو کارپوه  توریالی ځاځی وايي: « په دې ټوله نړۍ ښه پوهېږي چې پاکستان د تروریستي ډلو ټپلو ځاله، یو جنایت کاره هېواد او جنایتکارانه سیاست لري.»

د روسي او پاکستاني چارواکو دغه خبرې داسې مهال دي چې د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمير کابلوف کابل ته راغلی او د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پراخولو ته ژمنتيا ښودلې.

د  بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره وايي: « روسيه په مسکو کې د سفیر په کچه د اسلامي امارت ډېپلوماټ مني او د افغانستان حکومت به په نږدې راتلونکي کې مسکو لپاره د سفیر په توګه ډېپلوماټ معرفي کړي.»

په دې لیدنه کې ضمیر کابلوف زیاته کړې چې په راتلونکې مې میاشت کې به د کازان فورم په څنډه کې د روسیې او افغانستان د دوه اړخیز اړیکو دایمي کمیسیون د کار پيلولو لپاره ځانګړې غونډه هم وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist