• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عبدالباسط حقاني: د راستنو شویو کورنیو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابروو

عبدالباسط حقاني: د راستنو شویو کورنیو ماشومانو او ځوانانو ته د زده کړو زمينه برابروو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/24

له ګاونډیو هېوادونو راستنو شویو کورنیو ماشومان او ځوانان په کابل کې راټول شوي، ترڅو د زده کړو دوام لپاره ازموینه ورکړي او له خپلې سویې سره سم د افغانستان پوهنیز سیسټم ته جذب شي.

د کابل پوهنې رییس وايي، د ازموینې په دې دوره کې به له ۶۰۰ زیاتو راستنو شویو افغان ماشومانو ازموینه واخیستل شي، ترڅو د افغانستان په ښوونځیو کې جذب شي.

د عبدالباسط حقاني په خبره، د مشرتابه له لارښوونو سره سم له بهرنیو هېوادونو ټولو را ستنو شویو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره یې ځانګړی مکانېزم هم جوړ کړی چې پر بنسټ به یې په دې برخه کې چارې پرمخ ځي.

حقاني په دې اړه وايي: « له ۶۰۰ زیاتو ځوانانو نوملیکنه کړې وه چې نن یې له ډلې ۳۳۰ تنه ځوانان یوازې لسم او یوولسم ټولګیو ته د جذب لپاره ازموینه ورکوي.»

په همدې حال کې د پوهنې وزارت بیا ټولو هغو افغانانو ته چې له بهرنیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران بېرته هېواد ته راستنېږي، ډاډ ورکوي چې د ټولو پر وړاندې د هر ډول زده کړو دروازې پرانیستې دي.

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین صحاالله سعید وايي: « ستاسو پرمخ د ټولو تعلیمي ادارو او بنسټونو دروازې خلاصې دي، که دا پوهنتونونه دي، که ښوونځي دي، که مدرسې یا هم د سواد زده کړې مرکزونه او دارالحفاظونه.»

په ورته مهال، د ازموینې لپاره راغلي کسان خوښ دي چې سرپرست حکومت ورته د  زده کړو زمینه برابره کړې ده.

دوی وايي، غواړي خپلو پاتې زده کړو ته په خپل هېواد کې دوام ورکړي.

له پاکستان راستون شوی عصمت الله وايي: « د افغانستان له اسلامي امارت ډېر خوښ او منندوی یو چې موږ ته یې په خپل ګران هېواد کې د زده کړو زمینه برابره کړې.»

له ایران راستون شوی مطیع الله وايي: « ډېر خوښ یم چې دلته زمینه برابره شوې، ترڅو زده کړو ته ادامه ورکړو. په ایران کې د افغانانو لپاره شرایط مساعد نه و او اجازه یې نه لرله چې لوست وکړي.»

د کابل ولایت د پوهنې ریاست د مالوماتو له مخې، تېرکال د ۷ دورو ازموینو له لارې له ۳ زرو زیات بېرته راستانه شوي افغانان ښوونځیو ته جذب شوي او سږکال هم دغه لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې پاکستان او ایران هېوادونو زرګونه افغان کډوال په جبري توګه ایستلي او دغه لړۍ لاهم په چټکۍ سره روانه ده.

که څه هم راستنې شوې کورنۍ د خپلو ماشومانو او ځوانانو زده کړو ته اندېښنه لري، خو د سرپرست حکومت چارواکي د دوی اولادونو ته د زده کړو د ادامې ډاډ ورکوي.

شریک یې کړې

ShareTweetShareSendSend

Related News

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ
افغانستان

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه
افغانستان

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه
افغانستان

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي
افغانستان

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ
افغانستان

له سرپرست حکومت د قدیر کورنۍ غوښتنه؛ د قدیر خوشې کولو لپاره هڅه وکړئ

مې 13, 2025
سهیل شاهین د اسلامي امارت استازي ته د څوکۍ سپارلو په تړاو د ملګرو ملتونو له بحث هرکلی کړی
افغانستان

له فرانسې د شاهین غوښتنه؛ کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزئ

مې 13, 2025

وروستي خبرونه

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

امریکا د افغانانو لپاره د لنډمهاله خوندیتوب پروګرام ملاتړ لغوه کړ

مې 14, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

د کازان اقتصادي ناسته د اسلامي امارت د لوړ پوړي پلاوي په حضور پیل شوه

مې 14, 2025
فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

فطرت: راستنېدونکو کورنيو ته د ۳۵ دایمي ښارګوټو جوړولو طرحه بشپړه شوه

مې 14, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025
د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

د یوې امریکايي موسسې موندنې: ۹ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو بې برخې دي

مې 14, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist