• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګوزڼ واکسین درې ورځني کمپاین پيل؛ ۱۶ ولایتونو کې به ۶ میلیونه ماشومان واکسین شي

افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د پراخېدو په حال کې ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/18

افغانستان او پاکستان هغه هېوادونه دي چې لاهم په کې د ګوزڼ (پولیو) ناروغي په بشپړ ډول له منځه نه ده تللې.

د اېن.پي.ار راډیو د روغتیا نړیوال سازمان له قوله راپور ورکړی چې په دې دوه هېوادونو کې سربېره پر دې چې د ګوزڼ مثبتې پيښې او خطر موجود دی د امریکا له لوري افغانستان سره د روغتیا برخه کې د مرستو بندیدو له امله د دې واکسین د ستراتیژۍ بدلون اغېزمن کړی او د مثبتو پېښو شمېر به په متواتر ډول لوړ شي.

د راپور یوه برخه:« که څه هم په افغانستان کې د پولیو پېښې د پاکستان پرتله کمې دي، خو روغتیايي چارواکي وایي چې د ۲۰۲۴ کال زیاتوالی ډېر خطرناک و، د ۲۰۲۳ کال له شپږو پېښو تېر کال دغه شمېر د پام وړ لوړ شوی. د ښځو پر کار بندیز او په ځانګړي ډول په روغتیا او پراختیایي برخو کې، هم دا بهیر له خنډ سره مخ کړی. افغان روغتیايي کارکوونکي له نړیوالو سازمانونو سره یو ځای هڅه کوي چې کور په کور کمپاینونه بېرته پیل شي.»

روغتیاپال کمین ساپی وايي:« د صحت سکټور مکلفیت او دنده دا ده ترڅو هغه لرې پرتې سیمې چې صحي مرکزونه په کې نشته او د واکسیناسیون خدمتونه په کې کم دي، هڅه باید دا وشي ترڅو هغو سیمو ته مشخص صحي ټیمونه ولېږي چې د واکسیناسیون په برخه کې فعالیت وکړي، د پولیو واکسین تطبیق کړي، ترڅنګ یې باید پر عامه پوهاوي باندې کار وشي ترڅو عامه ذهنیتونه د واکسیناسیون برخې ته جوړ شي.»  

د یادې راډیو د راپور له مخې، نړۍ د پولیو له منځه وړلو تاریخي هدف ته نږدې شوې ده؛ خو د ۲۰۲۵ کال په افغانستان او پاکستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پېښو موجودیت دا هیلې کمرنګه کړي او دا دواړه هېوادونه یې د دې ناروغۍ په له منځه وړلو کې پاتې بللي.

د راپور یوه برخه:« که څه هم پاکستان او افغانستان کې د کورنیو واکسیناسیون کمپاینونو نړیوالې مرستې روانې دي؛ خو تر اوسه پورې دا دواړه هېوادونه د دې ناروغۍ د خپرېدو مخه نه‌شي نیولی. په ۲۰۲۴ کال کې، پاکستان کې پېښې تر ۷۴ پورته شوې، په داسې حال کې چې افغانستان کې ۲۴ پېښې ثبت شوې. په روان کال کې تر اوسه پاکستان ۶ او افغانستان ۱ پېښه ثبت کړې ده، چې دا هم د واکسین کمپاینونو د ګډوډۍ له امله رامنځته شوې دي.»

عامه پوهاوی، د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې چټکتیا هغه غوښتنې دي چې د هېوادوالو له لوري مطرح کېږي.

د اېن.پي.ار راډیو راپور کې دغه راز  راغلي چې د دې واکسین د تطبیق میکانېزم بدلولو هم منفي اغېز زیات کړی، چې پخوا کور په کور تطبیق کېده او اوس دغه پروسه د کلي په جوماتونو کې ترسره کېږي چې ډېری ماشومان ترې بې برخې دي.

په دې تړاو مو د عامې روغتیا وزارت له ویاند سره اړیکه وکړه، خو زموږ پوښتنې یې ځواب نه کړې.

 خو له دې وړاندې یاد وزارت په ځلونو ویلي، د پولیو مخنیوي لپاره یې هڅې ډېرې کړي او په هر ځل سرتاسري کمپاین کې له ۶ تر ۹ میلیونه هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلونو کم دي د ګوزن ضد واکسین څاڅکې ورکول کیږي تر څو دغه ګواښ صفر کچې ته را ښکته کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025
خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
روغتیا

خوست کې زرګونه ښځې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist