• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له لوري ۱۱ ادارو کې نوې ګومارنې شوي

د اسلامي امارت رهبر: د نظام ساتنه د ټولو ګډ مسوولیت دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/12

د اسلامي امارت رهبر د پکتيا والي ملا مهرالله حماد، په شمول د دې ولايت د نظامي او ملکي ادارو مسوولينو سره په کتنه کې د نظام ساتنه د ټولو ګډو مسوليت بللی دی.

شیخ هبت الله اخندزاده مسوولینو ته د شرعي احکامو او په ځانګړي ډول د امربالمعروف او نهې عن المنکر قانون پر عملي کېدو ټېنګار کړی .

هغه زیاته کړې، مسوولین د خلکو په خدمت مکلف دي او د خلکو ترمنځ دوښمنۍ او اختلافات له منځه وړلو لپاره دې هڅې وکړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي:« امیرالمومنین حفظه الله مسوولینو ته د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شرعت د تطبیق، د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون عملي کېدو او خلکو ته د خدمت کولو سپارښتنې وکړې. امیر المومنین حفظه الله پر مسوولینو غږ وکړ چې له خپلو وزارتونو سره همغږي وساتي، د خلکو ستونزو ته حل لارې پیدا کړي او قومي اختلافات له منځه یوسي.»  

د اسلامي امارت رهبر اوسنی وضعیت د علم، اسلام ته د ښه خدمت کولو، او یووالي لپاره غوره فرصت بللی دی.

 بلخوا د سیاسي چارو کارپوهان له ملکي او نظامي مسوولينو سره دغه ډول لېدنې د چارو ښه تنظيم او د یو لړ ستونزو حل لپاره ګټورې ګڼي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پيګیر وايي:« هرڅومره چې د افغانستان اسلامي امارت رهبر له خلکو سره په اړیکه کې وي، د هغوی ستونزې واوري دا به د افغانستان اسلامي امارت او د خلکو دواړو پر ګټه وي.»  

ځینې نور بیا  په دې باور دي چې اسلامي امارت دې د ملت مشروع غوښتنو منلو او دغه راز د ځينو شته ستونزو حل پراساس ځان نړيوال ته تعامل ته نږدې کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه نجیب الرحمان شمال وايي:« هرکله چې د افغانستان ټولو خلکو دې مسایلو او غوښتنو ته پام ونه شي، نو پایلې به یې خطرناکې وي، د حکومت پر وړاندې به د خلکو لا زیاتو اختلافاتو او بې باورۍ لامل شي.»

 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت رهبر شمالي ولايتونو ته د سفر پر مهال مسوولين او عام خلک ملي يووالي  ته رابللې وه او د قومي، ژبني او سمتي تعصب پر نه کولو يې ټینګار کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو
افغانستان

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ
افغانستان

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې
افغانستان

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي
افغانستان

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ
افغانستان

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي
افغانستان

شهباز شریف: د افغانستان خاوره د هند نيابتي ډلو له خوا د پاکستان پر ضد کارول کېږي

جون 5, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist