په لرې پرتو سيمو کې روغتيايي خدمتونو ته د محدود لاسرسي له امله د خلکو د شکايتو په دوام، د روغتيا نړيوال سازمان په افغانستان کې د هغو روغتيايي مرکزونو د فعاليت احتمالي ځنډېدو خبرداری ورکړ چې د دې سازمان له لوري تمويلېږي.
ياد سازمان وايي، که د افغانستان له روغتيايي سکټور سره د مرستې دوام لپاره کافي بسپنه ترلاسه نه کړي، ښايي تر راتلونکې جون مياشتې د ۸۰ سلنه تمويلېدونکو روغتيايي مرکزونو فعاليت وځنډېږي.
دغه سازمان د بوديجې کمښت له امله موده وړاندې يې هم د شاوخوا ۱۰۰ روغتيايي مرکزونو فعاليتونه ځنډولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي: « د بودیجې کمښت کېدای شی د روغتیا نړیوال سازمان۸۰ سلنه اړین روغتیایي خدمتونه وځنډوي. د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر ۴ نیټې پورې ۱۶۷ روغتیایي مرکزونه د بودیجې کمښت له امله تړل شوي او په ۲۵ ولایتونو کې ۱.۶ میلیونو کسانو ته روغتیایي خدمتونه بند شوې دي. له بېړنۍ مداخلې پرته به تر جون میاشتې پورې ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي او ۱.۸ میلیونه نور افغانان به لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي.»
د روغتيا نړيوال سازمان له تېرو دوو لسیزو راهیسې په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو سربېره، د درمل وېشلو او عامه پوهاوي په ورکولو کې هم مثبت رول ادا کړي، خو تازه یې دا اندېښنه څرګنده کړې چې د نورو روغتيايي مرکزونو په تړل کېدو سره به ۱.۸ میلیونه افغانان چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي، روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې له لا ډېر محدودیت سره مخ شي.
یو شمیر ډاکټران بیا اندېښمن دي، که ورته سازمانونه په افغانستان کې خپل فعالیتونه او ملاتړ ودروي، د مور او ماشوم د مړینې کچې له زياتېدو سربېره به په لرې پرتو سیمو کې د ساري او موسمي ناروغیو کچه هم لوړه شي.
د داخله ناروغیو متخصص کمین ساپی وايي: « باید ووایم چې زموږ د نفوس په پرتله د روغتیايي مرکزونو او بسترونو شمېر کم دی. د روغتیا نړیوال سازمان مرستې په هېواد کې د ناروغیو د ګراف ټیټولو، د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو او دغه راز د موسمي، تنفسي او قلبي ناروغیو په کنټرولولو کې اغېزناکې وې.»
یو بل متخصص ډکټر عبدالرازق احمدزی وايي: « موږ د روغتیا له نړیوال سازمان او نورو موسسو غوښتنه کوو چې صحت له سیاست سره ګډ نه کړي. که چېرې دغه مرکزونه په دایمي توګه تړل کېږي، نو دا به د مور او ماشوم د مړینې کچه لوړه او نورو اړمنو ناروغانو ته د خدمتونو رسول ټکني کړي.»
د ډاکټرانو په خبره، د روغتيا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې، خوارځواکۍ او ساري ناروغیو په کچه ټیټولو او مخنیوي کې او دغه راز ناروغانو ته د لنډمهالو خدمتونو په رسولو کې خپل مسوولیت ادا کړی او زیاتوي چې سرپرست حکومت دې نړیوال سازمانونه له افغانانو مرستو ته وهڅوي.
د داخله ناروغیو متخصص جمال ناصر زرملوال وايي: « د عامې روغتیا وزارت باید یوه داسې پالیسي او کمېسیون جوړ کړي چې نړیوال له افغانستان سره مرستو ته وهڅوي. زموږ هېواد له وړاندې هم اقتصادي ستونزې لري او زموږ کورنۍ بودیجه او زېرمې دومره نه دي چې ټولو ته بسنه وکړي. باید په دې کار وشي چې زموږ روغتیايي سکټور هم په دولتي کچه او هم په خصوصي کچه له سقوط سره مخ نه شي.»
د روغتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې زیاته کړې چې افغانستان د شري، ملاریا، ډینګي، ګوزڼ او د کریمیا کانګو خونریزي ناروغيو له امله له روغتیایي پلوه له بېړني حالت سره مخ دی او په خبره يې که نړيوالې روغتيايي مرستې دوام ونه کړي، وضعيت به له دې هم سخت شي.