Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټولګټو وزارت: تېرکال شاوخوا ۲۰۰ پرمختیايي او رغنیزې پروژې پيل او پلې شوې

ټولګټو وزارت: تېرکال شاوخوا ۲۰۰ پرمختیايي او رغنیزې پروژې پيل او پلې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/04/02

د ټولګټو وزارت چارواکي وايي، تېر ۱۴۰۳ لمریز کال په ټول هېواد کې پر ۱۹۸ پراختیايي پروژو کار پيل شو چې ډېرې یې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي، په دې پروژه کې له سړکونو جوړولو سربېره د اورګاډي پټلۍ، د جوماتونو، پلونو او پلچکونو جوړول، د سړکونو پاکول او د ټرافیکي نښو نښلول شامل دي.

حق ‌شناس د کابل – کندهار لويې لارې په ګډون د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو او ترميم په برخه کې د ٥٤ پروژو د کارونو مخکې تګ خبر ورکوي.

هغه په دې اړه وايي:« د ټولګټو وزارت په تېر ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې د ۱۹۸ رغنیزو او ترمیماتي پروژو کارونه پيل کړل چې ۵۴ یې د سړکونو او اوسپنې پټلۍ، ۴۳ یې د سړکونو د ستانې او څارنې، ۱۶ د ټرافیکي نښو لګولو، ۱۴ د جوماتونو جوړولو، ۱۴ د واورو پاکولو او ۶۰ پروژې هم د اجناسو د تدارکاتو په برخه کې دي. د دغو پروژو له ډلې د ډېرو کارونه بشپړ شوي او د پاتې نورو په چټکۍ سره روان دي.»             

په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان په هېواد کې د پرمختګ او معیاري کېدو لپاره د دغو پروژ پلي مهم بولي او زیاتوي چې د دغو پروژو له بشپړېدو سره به له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې او خلکو  ته د کار فرصتونه برابر شي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي: « هره پروژه چې په حرکت راوستل کېږي یا پلې کېږي، په پایله کې یې د کار ګومارنې او کارموندنې شاهدان یو. همدارنګه دغه پروژې د هېواد اقتصادي زېربناوې رغوي او کله چې اقتصادي زېربناوې جوړې شي، موږ به د لا ډېرې پانګونې د جذب لیدونکي یو. هر هغه هېواد چې غوره اقتصادي زېربناوې ولري، په کې پانګونو ته لېوالتیا ډېره وي.»                  

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « زما په اند، په پراختیايي برخه کې ټولې پانګونې او د یوه ثابت پلان له مخې د پروژو پلي کول، اوږد مهاله اغېز لري. دغه پروژې نه یوازې په لنډمهال کې خلکو ته د کار فرصتونه برابروي بلکې په اوږدمهال کې د نورو پروژو له پلي کېدو او پیل کېدو سره مرسته کوي.»                

دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت په ١٤٠٢ کال کې هم په هېواد کې د ١١٠ پراختيايي پروژو د پيل خبر ورکړى و چې د مسوولینو په خبره، د دغو پروژو چارې په ١٤٠٣ کال کې بشپړې شوې او ګټه اخیستنې ته سپارل شوې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist