• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک اوبو له کمښت سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/17

د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ مرکز کې چې زرګونه کورنۍ په کې اوسیږي، تر ځمکې لاندې اوبو کچه يې د پام وړ ټیټه شوې او اوسېدونکي يې د څښاک پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ دي.

د یادې ولسولۍ اوسېدونکي وايي، د څښاک پاکې اوبه په بیه رانیسي خو په پنځو ورځو کې یو ځل د اوبو پېرلو نوبت ورسیږي.

دوی زیاتوي، د ګرمۍ په موسم کې یاده ستونزه نوره هم زیاتېږي.

د سپين بولدک اوسېدونکي له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې د پاکو اوبو شبکې ورته فعالې کړي.

د سپین بولدک ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ملا پاینده خان وايي: « له اوبو سره ډېر په تکلیف یو. یوه ټاکنۍ په یو زر ۴۰۰ اخلو. کله چې اوبه خلاصې شي، په پنځو ورځو کې نوبت را رسېږي. موږ غواړو د اوبو ستونزه مو هواره شي.»

د سپین بولدک ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی صلاح الدین وايي:« د څښاک اوبه ډېرې کمې دي، په برمو کې هم اوبه کمې شوې. په تېر دوبي کې داسې وختونه راغلل چې په یوه اوونۍ کې به هم د چا کور کې اوبه نه وې.»

د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد وايي:« اوبه نه لرو، یوه ټاکنۍ په ۳ زره کلدارې له یارو کارېز راوړي.»

ځايي مسوولین هم د اوبو د کمښت ستونزه مني خو د حل ډاډ يي ورکوي.

د یادې ولسوالۍ د ښاروال مولوي لطف الله په خبره، اوس مهال د ۵ زرو کورنیو لپاره د څښاک پاکو اوبو د شبکې جوړولو چارې رواني دي او ډېر ژر به خلک ورڅخه برخمن شي.

لطف الله په دې اړه وايي: « د بولدک خلکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو پژوژه تقریبا ً درې کاله کېږي چې پيل شوې ده. تر اوسه له ۶۰ تر ۶۵ میلیونو لګښت پرې راغلی او نور لګښت هم غواړي. زموږ له برآورد سره سم به دا اوبه په لومړي سر کې ۵ زرو کورنیو ته بسنه وکړي، خو موږ هڅه کوو دا تر ۱۰ زرو کورنیو پورې ورسوو.»

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې لویه او ګڼ نفوسه ولسوالي ده چې ډېر ستر اقتصادي بازارونه لري.

د دې سیمې خلک اندېښنه لري، که د اوبو ستونزه هواره نه شي، ښايي بل ځای کډه کولو ته اړ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي
افغانستان

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي
افغانستان

خليلزاد: تاشکند له کابل سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پیاوړي کول غواړي

جون 12, 2025
میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی
افغانستان

میرضیایف: د افغانستان ثبات او اقتصادي پرمختګ د سیمې پرمختګ لپاره مهم فکټور دی

جون 12, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist