Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان د تورخم لارې بندېدو لامل افغان لوري ته د نظامي تاسیساتو جوړول بولي

پاکستان د تورخم لارې بندېدو لامل افغان لوري ته د نظامي تاسیساتو جوړول بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/16

د پاکستان له لوري د تورخم لارې بندولو ۲۲ ورځې پوره شوې او په دې موده کې يې د بيا پرانیستلو لپاره هلو ځلو هېڅ مثبته بایله نه ده ورکړې.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د لارې بند پاتې کېدو لامل د افغانستان له لوري کرښې ته څېرمه د تأسيساتو جوړلو ياد کړي او خبرداری يې ورکړی چې په تورخم کې د تأسيساتو جوړولو هڅې ونه درېږي، نو دغه لار به هم تړلې وي.

د پاکستان بهرنيو چارو  وزارت وايي:« موږغواړو د تورخم لار خلاصه شي، خو افغانستان لوري ته به ډيورنډ کرښې ته څېرمه د هېڅ ډول تأسيساتو د جوړولو اجازه ور نه کړو. دا د حل وړ موضوع ده. موږ وړاندې دا مساله مطرح کړې او په راتلونکي کې به هم د افغانستان له چارواکو غواړو چې له ورته اقدام لاس واخلي؛ ځکه دغه مساله نه يوازې دواړو خواوو ته خلک له تګ راتګ پاتې کوي بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم له ستونزو سره مخ کوي.»

په همدې حال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې چارواکي وايي، د پاکستان دې کار د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی.

 دوی د ستونزې حل لپاره له دواړو خواوو د خبرو پيلولو غوښتنه کوي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ریيس نقيب‌الله ساپی وايي: « د پاکستان له خوا چې په دې وروستیو کې کومې څرګندونې راغلې دي، دا په ټوله کې د افغانستان او پاکستان په تجارتي او اقتصادي اړیکو باندې منفي اغېز کوي؛ ځکه چې دا د یو ډول سیاسي اړیکو قرباني کېږي. زموږ غوښتنه دا ده په ځانګړې توګه د پاکستان له اړخه چې د تورخم لاره د دواړو خواوو لپاره ډېر ارزښت او د دواړو هېوادونو په اقتصاد کې مهم رول لري، نو باید د سیاسي اړیکو ښکار نه شي.»           

سوداګر وايي، د تورخم له لارې له پاکستان ۸۰ سلنه وارداتي توکي خوراکي هغه وو چې د پاکستان له لوري د يادې لارې په تړل کېدو سره، روژې کې د يادو توکو بيې لوړې شوې دي.

سوداګر زلمی وايي: « تقریبا ً ۲۲ ورځې وشوې چې د پاکستان له طرفه د تورخم صفري نقطه تړل شوې ده. د کرښې دواړو خواوو ته زموږ په زرګونه کانټینر بند پاتې دي چې هم صادرات او هم واردات په کې دي. له پاکستان څخه افغانستان ته د وارداتو نږدې ۸۰ سلنه لومړني توکي دي. دا چې د روژې میاشتې شپې ورځې دي، خلک دغو موادو ته اړتیا لري؛ که چېرې پاکستان کومه سیاسي ستونزه لري، نو دا باید له ډېپلوماټیکو لاره هواره شي. موږ غوښتنه کوو چې له اسلامي امارت سره دې کېني او دا ستونزه دې حل کړي.»

سوداګر عبدالجبار ساپی وايي: « له څو اوونیو راهیسې د تورخم لاره بنده شوې او له امله یې افغان تجارانو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی. په ځانګړې توګه هغه اموال چې ترکاري یا مېوې دي، له منځه تللي دي. دا ډېره مهمه ده چې د پاکستان حکومت او د اسلامي امارت حکومت یوې پرېکړې ته سره ورسېږي او د خلکو ستونزه حل کړي.»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت د څرګندونو په اړه مو هڅه وکړه چې د سرپرست حکومت اړوند ادارو غبرګون ترلاسه کړو، خو زموږ اړيکې يې ځواب نه کړې.

د خوړو نړيوالو پروګرام ويلي، د تورخم لارې تړل کېدو له امله د دې پروګرام اړوند۵۰ هغه لارۍ هم د کرښې پورې غاړې ته ايسارې کړای شوې دي چې اړمنو افغانانونو ته په کې خوراکي توکي بار دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist