Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان او ایران د اوبو او انرژۍ برخو کې همکاري ډېروي

افغانستان او ایران د اوبو او انرژۍ برخو کې همکاري ډېروي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/15

د اوبو او انرژۍ سرپرست ملا عبداللطیف منصور او کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي ترمنځ په کابل کې لیدنه شوې او په کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا او د اړیکو د پراختیا پر مکانېزم خبرې شوې.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې،  په دې لیدنه کې د اوبو کموالي او د وچکالۍ د مخنیوي په برخه کې د همکاریو پر پياوړتیا هم خبرې شوې دي.

د ياد وزارت سرپرست ایراني لوري ته ډاډ ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې پانګونې ته هر اړخيزه زمینه برابره ده او اسلامي امارت د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصادي اړیکو له پراختیا هرکلی کوي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند مطیع الله عابد وايي: «د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت له سرپرست علي رضا بیګدلي سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو همکاریو د مخینې یادونه وکړه او د هغې پراختیا او دوام په ځانګړې توګه په افغانستان کې د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو په پلي کولو باندې ټینګار وکړ. د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست وزیر د ایران سفیر ته ډاډ ورکړ چې اوس مهال په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو ده او اسلامي امارت هم د پراختیایي او اقتصادي همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو سره یې هر کلی کوي. په ورته مهال، د ایران سفیر هم په دې لیدنه کې څرګنده کړه چې ایران هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.»

په کابل کې د ایران سفیر ژمنه کړې چې ایران هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژي د پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړي.

ایراني لوری د اوبو او انرژۍ  د پراختیايې پروژو په برخه  کې له کابل سره دا ژمنې داسې مهال کوي چې لا هم کابل او تهران یو بل وخت ناوخت د هلمند سیند حق آبې تړون پر نقضولو تورنوي.

بله خوا کارپوهان د ایران د دغې تازه ژمنې هرکلی کوي او دا دواړو هېوادونو پر ګټه بولي، خو د نړیوالو او په تېره بيا پر ايران د امریکا بندیزونو له امله ډاډمن نه دي چې د اوبو او انرژۍ د پراختیا پر پلي کېدو بریالي شي.

د نړیوالو اړیکو شننونکی سمیر انګار وايي: « سیمه ییز هېوادونه کولی شي د افغانستان د اوبو او انرژۍ په پراختیا کې مرسته وکړي. اسلامي امارت باید د متقابل ګټو پر بنسټ یوه منظمه ستراتیژي جوړه کړي او دغه راز د هېوادونو تعهدات د یوه مکانېزم پر بنسټ عملي شي.»

د اوبو متخصص خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان د اوبو له اړخه یوه ډېره ښه جغرافیه ده او له دې پلوه ډېر امکانات لري؛ ځکه چې افغانستان یو غرنی هېواد دی، ښايي ۲۰ سلنه ځمکې یې هوارې وي نور ټول غرونو پوښلی او له دې غرونو سیندونه راځي. که ایران وغواړي چې په دې برخه کې پانګونه وکړي، په ځانګړې توګه د هلمند پر سیند بندونه جوړ کړي، دا به هم د افغانستان پر ګټه وي او هم د ایران. زه فکر نه کوم ایران اوس دا اقتصادي توان ولري؛ ځکه چې ایران تر بندیزونو لاندې دی او خپله کورنۍ اقتصادي ستونزې لري.»

تهران له کابل سره داسې مهال  د اوبو او انرژۍ د پراختیا په برخه د همکارۍ  ژمنه کوي چې ایران د هلمند سیند کې د حق آبې پر ورکړې راضي نه دی او د بهرنیو چارو  وزیر په ګډون يې ګڼو لوړو پوړو چارواکو په ځلونو ویلي، که د حقابې مساله يې ژر حل نه شي، پر دوه اړخيزو اړیکو به ناوړه اغېزې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist