• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نجونې د نوي کال په درشل کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلوغوښتنه کوي

نجونې د نوي کال په درشل کې د ښوونځیو او پوهنتونونو د بېرته پرانیستلوغوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/11

له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو له بندېدو نږدې څلور کاله تېرېږي.

 په داسې حال کې چې د نوي ښوونیز کال پیل کېدو ته یوازې ل۱۰ ورځې پاتې دي، یو شمېر نجونې يو وار بيا په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته پر زده کړو د بندیزونو دوام له امله اندېښنې څرګندوي.

یو شمېر محصلانې په دې تړاو وایي، د سرپرست حکومت په راتګ سره يې پر زده کړو د بندیزونو لګېدو او د تحصیلي بنسټونو بندېدو له امله، رواني ستونزو سره مخ شوې دي.

محصله فاطمه ساپۍ وايي: « نوی کال په پيل کېدو دی، خو د حکومت له خوا د ښوونځیو د پیل کېدو په اړه څه نه دي ویل شوي. ډېره موده وشوه چې موږ له زده کړو لرې یو او دا هغه څه دي چې موږ یې د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن کړي یو. غوښتنه مې له حکومت او مسوولینو دا ده چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ټولو تعلیمي مرکزونو دروازې پرانیزي.»

ښوونکي هم زده ‌کړې د نارینه او ښځینه و مساوي حق بولي او له سرپرست حکومت غواړي چې د نوي ښوونیز کال له پیل کېدو سره د نجونو پر مخ د تعلیمي بنسټونو دروازې پرانیزي.

ښوونکې حکیمه رسولي وايي: « نږدې څلور کاله کېږي چې د دې هېواد د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او هر ډول تعلیمي مرکزونو دروازې بندې دي. موږ نه پوهېږو چې د هېواد راتلونکی به څنګه کېږي او څه ډول به پرمختګ کوي.»

په ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې هم په دې نظر دي چې د ټولنې د نیمايي برخې پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل د دې لامل کېږي چې دغه قشر نورو هېوادونو ته کډه شي.

د ښځو حقونو فعاله مشتري دقیق وايي: « له اسلامي امارت هیله لرو چې څومره ژر کېږي د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم خپلو مشروع اهدافو ته ورسېږي.»

له دې سره، د چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې زده ‌‌کړو ته د زمینې برابرول د حکومتونو مسوولیت بولي.

د چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي: « د افغانستان اسلامي امارت دنده همدا ده چې نوی تعلیمي کال د افغان نجونو پر زده کړو پيل کړي، ترڅو موږ وکولی شو په راتلونکي کې یو داسې آباد او آزاد افغانستان ولرو چې خپلې ښځینه ډاکټرانې، انجینرانې او ښوونکې ولري. د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لاره تعلیم او تحصیل دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره لومړی د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴ مه له شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې او له هغې وروسته د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ میاشتې پر ۲۹ مه د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړل شوې

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو
افغانستان

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو
افغانستان

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي
افغانستان

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ
افغانستان

ایران کې د ا.ا سفارت مېشتو افغانانو ته؛ له حساسو او پوځي مرکزونو لرې اوسئ

جون 16, 2025
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې
افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: تېر کال هوايي دهلېزونو له لارې د ۲۹۲ ميليونو ډالرو په ارزښت سوداګري شوې

جون 16, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025

وروستي خبرونه

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

صنعت او سوداګرۍ وزارت د ګوادر بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره مهم بولي

جون 17, 2025
غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

غزنوي: ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرتو ولایتونو کې نږدې ۳۵۰ پروژې تطبیق کوو

جون 17, 2025
ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې شاوخوا ۵ میلیونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي

جون 16, 2025
د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

د هلمند ځينو ولسوالیو اوسېدونکي: پرله پسې وچکالیو له خپلو سيمو کډه کولو ته اړ کړي یو

جون 16, 2025
د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

د پاکستان دفاع وزير: هند د پاکستان خلاف جنګېدونکو وسله والو ډلو ملاتړ کوي

جون 16, 2025
افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

افغانستان له ایران سره په روغتیايي برخو کو څو هوکړه لیکونه لاسلیک کړي

جون 16, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist