Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان اسنادو لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړ

پاکستان اسنادو لرونکو افغان کډوالو ته د وتلو لپاره یوه میاشت مهلت ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/09

د پاکستان کورنیو چارو وزارت ويلي، په دې هېواد کې مېشت د افغان سټیزن کارټ(اې.سي.سي) او د نوم لیکنې ثبوت(پي.او.آر) کارت لرونکو افغان کډوالو ته يې د مارچ ۳۱ مه او د جون ۳۰ مه نېټه له راولپنډۍ او اسلام اباد د وتلو وروستي مهلت په توګه ټاکلي.

د ياد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دغه کارټ لرونکي افغانان دې په راتلونکو درېيو اوونیو کې له پاکستان ووځي او خبرداری یې ورکړی چې د اپرېل پر لومړۍ نېټې به په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پيل کړي.

د خبرپاڼې یوه برخه:« د ناقانونه بهرنیو کډوالو د ستنولو پروګرام (آی.اېف.آر.پي) له مخې چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له نومبر میاشتې پیل شوی، د ملي رهبرۍ د پرېکړې له مخې د افغانانو په ګډون ټول د افغان سټیزن کارټ لرونکي افغانان باید د مارچ تر ۳۱مې پورې په خپله خوښه پاکستان پرېږدي او که څوک بهر نه شي، د روان کال د اپرېل له لومړۍ نېټې به پر زور و ایستل شي.»

لاهم روښانه نه ده چې پاکستان ولې دا پرېکړه کړې خو د کورنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې يې راغلي، ناقانونه افغان کډوالو ته په خپله خوښه د وتلو لپاره کافي وخت ورکړل شوی و.

له دې سره هم مهاله، سلګونه راجسټر شوي افغان کډوال د اسلام ‌اباد او راولپنډۍ پولیسو له خوا نیول شوي او د اسلام‌اباد په حاجي کمپ کې ساتل کېږي او ښايي په زور افغانستان ته را وشړل شي.

دغه کډوال وایي، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د پي.او.آر کارټ لرونکي افغانان په ناقانونه توګه نیول کېږي او ټاکل شوې په جبري توګه له پاکستانه وایستل شي.

په پاکستان کې یو تن مېشت افغان کډوال وايي: « د شپې له مخې زموږ دروازې را ماتوي، په دېوالونو را اوړي او نیسي مو. زه یې په زور له کوره را ایستلی یم او کوچني ماشومان مې پاتې دي. هېڅوک زموږ آواز نه اوري، بس خدای ته مو صبر دی.»

په پاکستان کې یو شمېر نور مېشت افغانان هم د کړاو له امله شکايت کوي او له نړیوالو ملاتړو بنسټونو او  د سرپرست حکومت له لوري د دوی ستونزو او ننګونو د حل غوښتنه کوي.

پاکستان کې مېشت افغان کډوال نظر محمد خوږياڼيوال وايي: « موږ له ملګرو ملتونو او د افغانستان له اوسنیو واکمنانو غوښتنه کوو چې د پاکستان له حکومت سره کېني، خبرې وکړي. دلته افغان کډوالو ته ډېرې ستونزې دي. موږ غوښتنه کوو چې (پي.او.آر) او (اې.سي.سي) کارتونه دې نوي شي او که نه نوي کېږي، نو بیا باید افغان کډوالو ته ډېر وخت ورکړل شي؛ ځکه چې په دومره تنګ وخت کې افغان کډوال خپلې شتمنۍ نه شي راټولولی.»

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، اوس مهال په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه ثبت او ناثبت شوي افغان کډوال اوسي، خو ډېر کله د پاکستان له لوري له فشارونو سره مخ کېږي.

د کډوالو حقونو فعالان له دوی سره د پاکستان ناوړه چلن د خپلو اهدافو د تعقيب لپاره پر سرپرست حکومت د فشار راوړلو هڅه بولي.

د کډوالو حقونو مدافع عبدالرازق عدیل وايي:« د پاکستان لپاره د نړیوال ملاتړ جلبولو یا هم د بشري او اقتصادي مرستو راټولولو لپاره د افغانانو په ځورولو او شړلو لاس پورې کوي. د پاکستان د حکومت دغه ګام نه یوازې له بشري حقونو او د کډوالو له حقونو سرغړونه ده، بلکې د ټولنیزو جوړښتونو د تخریبي او انساني ناورین د منځته راتګ سبب هم کېږي.» 

بله خوا د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مسوولین د پاکستان دغه پرېکړه د کډوالو د نړیوالو اصولو خلاف عمل بولي او وایي، پاکستان یاد اقدام یو اړخېز دی او په دې اړه کېدونکو پرېکړو په تړاو بايد افغانستان په جريان کې وي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي:« په ځانګړي ډول له پاکستان هېواد غوښتنه کوو چې د کډوالو موضوع یوه دوه اړخیزه موضوع ده او په دې اړه یو طرفه پرېکړه کول نه د دوی پر  ګټه دي او نه هم زموږ. د مهاجرینو په اړه چې هر ډول پرېکړه کېږي، باید دواړه هېوادونه پر ګډه پرېکړه وکړي، یو ګډ مکانیزم ورته جوړ شي او په چوکاټ کې یې افغانان خپل هېواد ته راولېږدول شي. د دې ترڅنګ، موږ له خپلو افغانانو هم غوښتنه کوو چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.»

پاکستان داسې مهال افغانانو ته له دې هېواد د وتلو مهلت ورکوي چې موده وړاندې ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د کډوالو ملاتړو بنسټونو په اسلام اباد کې د پولیسو له خوا د افغان کډوالو د نیولو او شړلو بهیر پر دوام اندېښنه ښودلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist