د امریکا د کانګرېس یوه غړي مایک لالر په یوه لیک کې د دې هېواد له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د دوی افغان متحدین دې یوازې نه پرېږدي.
لالر غوښتنه کړې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت دې د افغانانو د بیا مېشتېدنې دفتر(کېیر) نه تړي.
د نوموړي په خبره، که دغه دفتر وتړل شي، په راتلونکو جګړو کې به د امریکا پر پوځ د متحدینو باور سخت زیانمن شي.
هغه زیاته کړې: « د کانګرېس غړي له ولسمشر ټرمپ غواړي، چې د کېیر(سي.اې.آر.يي) او تلپاتې هرکلی (اېنډورېنګ وېلکم) پروګرامونه لغو نه کړي. دوی استدلال کوي چې د دې پروګرامونو بندېدل به د امریکا تاریخ ته یو ناوړه پای ورکړي.»
مایک لالر دغه افغانان ناقانونه کډوال نه ګني او په خبره يې د امریکا د ماموریت لپاره یې ژوند په خطر کې اچولی و چې اوس يې بايد امريکا يوازې پرېنږدي.
مایک لالر زیاته کړې: « بله اندېښنه دا ده چې پاکستان لا د مخه اعلان کړی چې افغان کډوال حتا هغه کسان چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام ته انتظار باسي، له خپل هېواده باسي. دا په دې مانا ده، که دا پروګرام لغوه شي، ډېری افغانان به بېرته طالبانو ته وسپارل شي.»
د کډوالو حقونو فعالان او دغه راز په افغانستان، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو کې لسګونه زره افغان متحدین د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه اندېښمن دي او له امریکا غوښتنه کوي چې پر یادې پرېکړې له سره غور وکړي.
د کډوالو حقونومدافع ظاهر بهاند وايي: « هغه افغان کډوال چې له تېرو درېیو کالو راهیسې د خپلو کېسونو مخته وړلو لپاره په پاکستان کې مېشت دي، اوس له سختو ستونزو او کړاونو سره مخ دي. له یوې خوا د دوی کېسونه ځنډېدلي او له بلې خوا د پاکستان د پولیسو له لوري ځورول کېږي. دا له افغانانو سره یوه لویه جفا ده.»
د سیاسي چارو شنونکی کمال سادات وايي:« دوی په خپلو ژمنو عمل ونه کړ او خپل متحدان یې په نیمه لار کې پرېښودل. دا کار به د دې هېوادونو اعتبار ته لوی زیان ورسوي. زه فکر نه کوم بیا ځل څوک پر دوی اعتبار وکړي. هیله ده دوی د دغو کسانو غم وخوري او خپلې وعدې عملي کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه هېواد ته د افغانانو د انتقال پروګرام ځنډولی او بهرنیو چارو وزارت یې هم اړوند دفترونو ته امر کړی چې د تړل کېدو پلانونه يې نهايي کړي.
له دې وړاندې هم د کانګرېس ګڼ شمېر غړیو د افغان متحدینو پر برخلیک اندېښنه ښودلې، خو د ټرمپ ادارې په دې تړاو وروستۍ پرېکړه لا نه ده کړې.