Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راټواټ: ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ هڅه کوي

راټواټ: ملګري ملتونه د افغانانو د ملاتړ هڅه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/06

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ (يوناما) مرستيال هرات ته د سفر پر پرمهال له خصوصي سکټور ملاتړ، د طبیعي پېښو له امله زیانمن شویو ته رسېدنه، په ټولنه کې د داخلي بې ‌ځایه شویو او راستنېدونکو کورنيو بیا مېشتونه او اقلیمي بدلونونو پر مدیریت ټینګار کړی.

انډریکا راټواټ ویلي، د افغانستان۷۰ سلنه اوسېدونکي پر کرنه بوخت دي او له همدې امله په نړۍ کې یو له هغو لسو هېوادونو دی چې د وچکالۍ په څېر د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېزو له امله یې سخت زیان لیدلی.

راټواټ زیاته کړې: « افغانستان د اقلیمي بدلونونو تر اغېز لاندې دی او د نړۍ له هغو لسو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات له اقلیمي بدلونونو زیانمن شوي دي. موږ دلته د وچکالیو، سېلابونو او همداراز د زلزلو په څېر طبیعي پېښو شاهدان یو. د اوبو سرچینو مدیریت د افغانستان لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه چې د دې هېواد ۷۰ سلنه وګړي پر کرنې متکي دي. له همدې امله د ملګرو ملتونو یو له مهمو لومړیتوبونو دا دی چې د اوبو د مدیریت او اوبو لګونې سیسټمونو د ملاتړ لارې ولټوي، ترڅو وکولی شو د کروندګرو او کرنیزو ټولنو ملاتړ وکړو.»

د یوناما مرستیال دغه راز د امریکا او نورو هېوادونو له خوا اړمنو افغانانو سره د مرستو کمېدو له امله اندېښنه ښودلې او وايي، دغه کار به د افغانانو پر ژوند منفي اغېزه وکړي.

 هغه زیاتوي چې ملګري ملتونه د افغانستان لپاره د بشري مرستو جلبولو په هڅه کې دي.

د يوناما مرستيال په دې اړه ویلي: « موږ د مرستو د کمښت په اړه سخت اندېښمن یو. په ځانګړي ډول د متحده ایالتونو حکومت او نورو هېوادونو له لوري د مرستو بندېدل او له سره ارزونه چې د نړیوال مالي وضعیت ګڼو بشري بحرانونو او جګړو له امله يې بشري مرستې په پراخ ډول کمې کړې دي. دا موضوع د افغانستان پر خلکو جدي اغېز لري.»

بله خوا، پانګوال او خلک له خصوصي سکټور د یوناما د ملاتړ له امله د خوښۍ ترڅنګ وایي، د خصوصي سکټور ملاتړ به له یوې خوا هېواد کې د کورنيو تولیداتو ودې او بازار موندنې او بله خوا به وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه برابره کړي.

د هرات کانونو او صنایعو خونې رییس خادم وايي: « د دوی فوکس په دې و چې کومو ځایونو کې ښځې کار کوي، د ښځو د کار موندنې په اړه کوم پروګرامونه شته، کوم کارونه شوي او موږ څه کولی شو. بل بحث په دې وشو چې د هرات صنعتي ښارګوټي د اساسي ستونزو رفع کولو په اړه هم ځینې کارونه ترسره کړي.»

د هرات یو تن اوسېدونکی وايي: « موږ له اقتصادي ستونزو سره مخ یو او حیران یو چې ډوډۍ څه ډول پيدا کړو. که ایران ته ځو، له هغه ځایه مو هم بېرته راشړي او که دلته پاتې کېږو، کار نه شته.»

کارپوهان په دې باور دي چې یوناما او نور نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانانو ملاتړ په موخه د لنډ مهاله مرستو پر ځای، د خلکو لپاره د معیشت برابرولو او د ستونزو د دایمي حل لپاره هڅې وکړي.

د چارو کارپوه بصیر احمد دانشیار وايي: « زه په دې باور یم چې اوس مهال د هرات او په ټوله کې د افغانستان خلک اشتغال زايي او کار موندنې ته اړتیا لري. یانې دا چې په لومړي ګام کې د کار موندنې فرصتونه برابر شي. یوازې بشري مرستې نه شي کولی د افغانستان د خلکو دسترخوان ډک کړي. موږ وینو چې فقر ورځ تر بلې پراخېږي او دا فقر سبب شوی چې ډېری خلک د خوراک لپاره څه ونه مومي.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېر زېږدیز کال په جولای میاشت کې د ملګرو ملتونو په نوښت د افغانستان په اړه په دوحه کې د ځانګړې ناستې پرمهال هم د ملګرو ملتونو له لوري په افغانستان کې له نشه ‌يي توکو سره پر بريالۍ مبارزې او ترڅنګ يې بزګرو ته د بديل کښتونو د زمينې پر برابرولو ټينګار شوی و.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist