Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د تورخم لارې تړل کېدل؛ مسافر، ناروغان او سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې

د تورخم لارې تړل کېدل؛ مسافر، ناروغان او سوداګر یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/06

له تېرو دوو اوونیو راهیسې د تورخم لارې بندېدو افغان لوري ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.
مسافر او ناروغان وايي، د یادې لارې له تړل کېدو سره يې ستونزې ډېرې شوې او په خبره یې، پاکستاني لوري هر وخت  ژمنې ماتې کړې او افغان ولس ته یې زیان رسولی دی.

ناروغ لرونکی فیض محمد وايي: « له موږ سره ناروغان دي او پېښور ته تلو، خو لاره بنده ده او ناروغان مو په ډېر بد حالت کې راته پراته دي. دلته یوازې موږ ته نه، بلکې ټولو خلکو ته ستونزې جوړې دي. کله چې د حکومتونو ترمنځ لانجه راشي، زور یې له عامو خلکو باسي.»

یوبل ناروغ لرونکی خیرالله وايي: « ګڼ شمېر مسافر او ناروغان پراته دي، هر چا ته زیان رسېدلی. د افغانستان او پاکستان حکومتونو ته په کار ده چې لاره له سیاست سره ونه تړي، دوی باید د عامو خلکو په اړه فکر وکړي.»

دلته یوازې ناروغان او مسافر نه دي چې د تورخم لارې  تړلو سره يې ستونزې ډېرې شوې، بلکې د سیمې ځايي کاروباریان او سوداګر هم شکایتونه کوي او وايي، کاروبار یې پر ټپه ولاړ دی.
د تورخم اوسېدونکی ګل ولي وايي: « دې طرف ته هم خلک بې وزله دي او له هېچا سره پیسې نه شته. په تورخم کې به یې هره ورځ مزدوري کوله، خو اوس هرڅه کاروبار بند دی او خلک له ډېرې بېوسۍ او ناچارۍ سره مخ دي.»

د تورخم مسوولین وايي، سره له دې چې د لارې د خلاصون لپاره يې هڅې روانې دي، خو ادعا کوي چې پاکستاني لوري د خپلو ژمنو په ماتولو سره، هر وخت د دې غاړې افغانانو ته ستونزې جوړې کړې دي.
د تورخم کمیسارۍ استازی احمدي وايي: « دا کړاو خو پاکستان جوړ کړی، زموږ له خوا هېڅ ستونزه نه شته. زموږ خواته دروازه لاهم خلاصه ده. پاکستان تل له موږ سره چل او فرېب کوي، پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي. دوی د کرښې دواړو غاړو ته د افغانانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.»

د تورخم لارې  په تړلو سره نه یوازې هلته مسافر او ناروغ لرونکي له ستونزو سره مخ دي، بلکې افغان سوداګرو ته يې هم میلیونونه افغانۍ زیانونه اړولی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist