Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ولکر ترک: افغانستان کې ښځې له توپیري چلن سره مخ دي

ولکر ترک: افغانستان کې ښځې له توپیري چلن سره مخ دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/05

افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو او د ښځو پر کار بندیزونو ته د غبرګونونو پر دوام، دا ځل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ستر کمېشنر په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت د اندېښنې له څرګندولو سربېره، پر هغوی لګول شوي محدویتونه جنسیتي توپیر بللی او وایي، دا عمل په اوسنۍ نړۍ کې بې ‌ساری دی.

ولکر ترک زیاته کړې، افغانې نجونې او ښځې د ژوندانه له لومړنيو آزادیو بې برخې دي. نوموړي له سرپرست حکومت غوښتي چې ښځو او نجونو ته د کار او زده کړو اجازه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ستر کمېشنر زیاته کړې: « په افغانستان کې ښځې او نجونې له جنسیتي تبعیض سره مخ دي، دا عمل په اوسنۍ نړۍ کې یو بې ‌ساری عمل دی. هغوی په خپلو کورونو کې د بندیانو په څېر ژوند کوي او د ټولنیز ژوند له حقونو، زده کړو او کار په څېر له اړینو لومړنیو او بنسټیزو آزادیو راګرځول شوې دي. زه د یوه داسې هېواد راتلونکي ته سخت اندېښمن یم چې په پراخه کچه په کې ځان ته زیان اړول کېږي.»

فاطمه ساپۍ یوه له هغو زرګونو محصلینو ده چې د قابله کېدو په هېله يې څو سمسټره زده کړې بشپړې کړې دي، خو اوس یې پر زده کړو بندیز لګول شوی.

نوموړې يو وار بيا له سرپرست حکومته غواړي چې د نوي تعلیمي کال له پېل سره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیزي.

ساپۍ زیاتوي: « زه د قابله ګۍ پوهنځي د دویم سمسټر محصله وم. کله چې د حکومت له خوا د نجونو پر طبي زده کړو محدودیت وضع شو، زما زده کړې نیمګړې پاتې شوې او اوس نه شم کولی خپلو هیلو ته ورسېږم. زه له حکومت غوښتنه کوم چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو، پوهنتونونو او ښوونیزو مرکزونو دروازې خلاصې کړي، ترڅو نجونې هم زده کړو ته ادامه ورکړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان هم د هېواد په پرمختګ او آبادۍ کې د مېرمنو ونډه مهمه بولي او له سرپرست حکومته غواړي چې د هلکانو په څېر نجونو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړي.

د دوی په خبره، سرپرست حکومت باید د مخالفو جهتونو د دسيسو شنډولو لپاره د ولس مشروع غوښتنې ومني.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د افغانستان د راتلونکي لپاره، د حکومت او ملت ترمنځ د مثبتو اړیکو د رغښت لپاره، د دوښمنانو د دسیسو شنډولو لپاره باید اسلامي امارت په را روان پسرلي کې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « ترڅو چې داخلي ستونزې هوارې نه شي، زه فکر نه کوم چې د رسمیت پېژندلو لړۍ دې هم پیل شي.»

سرپرست حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې په کراتو په ډاګه کړې چې ښځو او نجونو ته یې له شریعت سره سم ټول حقونه ورکړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معين شېر محمد عباس ستانکزي موده وړاندې په خوست کې د یوې غونډه پرمهال د نجونو پر زده کړو د بندیز پر دوام نیوکه وکړه او دا کار یې د ټولنې له نیمایي قشر سره بې عدالتي وبلله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist