ملګري ملتونه په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان په تړاو د یوې بلې ناستې د جوړېدو خبر ورکوي.
یاد سازمان په دې اړه د لا زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته ويلي، دغه ناسته به د روانې مارچ میاشتې پر ۱۰ مه په امنیت شورا کې د ډنمارک پر نوبتي مشرۍ ترسره شي.
که څه هم د ناستې د اجنډا او د بحث اړوند موضوعاتو په تړاو مالومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي په دې ناسته کې به د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ(یوناما) مشره روزا اتونبایوا د افغانستان په تړاو وینا وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی شېرحسن حسن وايي: « ښايي د بشري حقونو په اړه او دغه راز د ښځو د ژوند او کار او د نجونو د زده کړو په اړه خبرې وکړې. همدارنګه د بندیزونو په اړه به خبرې وشي او دا به وايي چې له درې نیمو کالو تېرېدو راهیسې افغان نجونې لاهم په کور ناستې دي او ښځې په ټولنیزو او مدني فعالیتونو کې برخه نه شي اخیستلی.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا څو ورځې وړاندې د مارچ پر لومړۍ نېټه په یوې اعلامیه کې وویل چې په پام کې لري په افغانستان کې د یوناما ماموریت وغځوي.
دغه ماموریت د مارچ پر ۱۷مه نېټه پای ته رسېږي.
په ورته مهال، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په افغانستان کې د یوناما ماموریت ګټور نه ګڼي او وايي، دغه سازمان په تېرو څلورو کالو کې د افغانستان په تړاو منفي راپورنه وړاندې کړي او پر نړیواله کچه یې ناسم مالومات خپاره کړي.
مجاهد زیاته کړې: « متأسفانه په افغانستان کې د یوناما ماموریت لکه څرنګه چې لازمه وه، هغسې اغېزناک نه و. ترکومه ځایه چې موږ وینو، تل د یوناما له آدرس منفي راپورونه د افغانستان په اړه خپرېږي او همدارنګه په ملګرو ملتونو کې هم د یوناما له خوا د ناسمو او غلطو مالوماتو ورکولو له امله د افغانستان په اړه نا سم ذهنیت موجود دی. په افغانستان کې شوي پرمختګونه، لاسته راوړنې، ثبات او امنیت هېڅ یو هم د یوناما له خوا نه دي محاسبه شوي او تل یې هڅه کړې چې منفي ټکي پیدا کړي.»
د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناسته کې ښايي په افغانستان کې د بشري مرستو د اړتیا، بشري حقونو او د ښځو او نجونو د کار او زده کړو په څېر موضوعاتو باندې تمرکز وشي.
دوی د ملګرو ملتونو په کوربه توب د ورته ناستو اهمیت او اغېزو ته د شک په سترګه ګوري.
د دوی په خبره، یاد سازمان په تېرو نږدې څلورو کالو کې ګڼې ناستې ترسره کړې، خو د پام وړ پایلې یې نه دي لرلې.
د سیاسي چارو شنونکی مرتضی مطهري وايي: « د افغانستان د ستونزو په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ناستې باید په بې طرفه توګه جوړې شي. د افغانستان کورني موضوعات او د اسلامي امارت فعالیتونه باید د خبرو او بحثونو اصلي محور وي.»
د شنونکو سپارښتنې دا دي چې د ملګرو ملتونو په ګډون د افغانستان په تړاو نړیوالې ناستې هغه مهال اغېزناکې تمامېدای شي چې د افغانستان عیني واقعیتونو او شرایطو ته په کتو او د سرپرست حکومت له چارواکو سره په هغمږۍ ترسره شي.