Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
یونیسف: نږدې ۲۳ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي

یونیسف: نږدې ۲۳ میلیونه افغانان مرستو ته اړتیا لري چې له نیمايي ډېر یې ماشومان دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/04

بشري مرستې، هغه څه چې مرستندویه موسسو وخت ناوخت په دې تړاو د شمېرو په خپرولو سره په ځلونو ویلي چې شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانان ورته اړتیا لري او د دې وضعیت د کابو کولو لپاره یې په مکرر ډول له نړیوالو د بسپنې غوښتنه کړې.

تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د طبیعي پېښو او اقلیمي بدلون له امله په روان ۲۰۲۵ زیږدیز کال کې د افغانستان ۲۲.۹ میلیونه خلک چې ۱۲ میلیونه یې ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۵ زېږدیز کال کې په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه تنه چې له ډلې یې ۱۲ میلیونه ماشومان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري او دې ستونزې ته د رسېدو لپاره موږ د بېلابېلو سازمانونو مرستو ته اړتیا لرو.»

خو د اقتصاد وزارت مسوولین وایي، د خوراکي توکو او نغدو پیسو وېش اقتصادي وضعیت نه شي کابو کولی او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د پراختیایي پروژو په عملي کولو کې فعاله ونډه واخلي.

د اقتصاد وزارت ویاند حبیب الرحمن وايي: « له بېوزلۍ سره مبارزه او د هېوادوالو د معیشتي ستونزو حل په مستقیم ډول د کرنې سکټور پرمختګ، اقلیمي سمون او د کورني اقتصاد د ودې او ملاتړ لپاره په بېلابېلو برخو کې د کارموندنې فرصتونو برابرولو ته اړتیا لري. یوازې بشري مرستې نه شي کولی چې اقتصادي وضعیت کې باثباته مثبت بدلون راولي. اساسي حل لاره دا ده چې نړیواله ټولنه دې محدودیتونه لرې او مرسته کوونکي بنسټونه دې له اقتصادي لومړیتونو سره سم د پراختیايي پروګرامونو او پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي، ترڅو خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي. ترڅو په تدریجي ډول پر بهرنیو مرستو د اتکا پر ځای له اقتصادي اړخه پر ځان متکي شي.»

د اقتصادي چارو یوشمېر شنونکي بیا نیوکه کوي چې د مرستو تاثیرات ځکه پیکه دي چې ډېری برخه یې بېرته د دې ادارو د مصارفو برخه ګرځي او ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه باید د مرستو بڼه بدله کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « که تاسو وګورئ، د مرستو ډېره برخه پر هغو برخو تمرکز لري چې نه شي کولی بېرته پانګه ایجاد کړي. د همدې عواملو پر بنسټ، په افغانستان کې د نړیوالو مرستو تأثیرات ډېر کم دي. حاکم نظام او نړیوالې ټولنې ته په کار ده چې د مرستو بڼه بدله کړي. کله چې موږ وکولی شو مرستې په پراختیايي برخو کې مصرف کړو او دا له تولیدي اقتصاد سره مرسته وکړي، زه فکر کوم دا به د افغانستان د اقتصادي وضعیت په بدلون کې د نړیوالو مرستو اغېز فوق العاده ډېر کړي.»

له یونیسف سربېره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) هم په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ۱۴ میلیونه کسان د خوړو له نه خوندیتوب سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist