Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ګوتېرېش: د امریکا د مرستو بندېدل به افغانستان کې ناوړه پایلې وزیږوي

ګوتېرېش: د امریکا د مرستو بندېدل به افغانستان کې ناوړه پایلې وزیږوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو سره په افغانستان کې بشري کړکېچ سخت او د میليونونو افغانانو پر کډوالۍ سربېره، شاوخوا ۲۲ ميليونه نور افغانان بشري مرستو ته اړمن شول.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري له هېوادونو سره د مرستو بندېدو په لړ کې يو وار بيا په افغانستان کې د بشري کړکېچ سختېدو اټکلونه زيات شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي سرمنشي انټونیو ګوتېرېش وايي، د يادو مرستو د بندېدو له امله ښايي په افغانستان کې د ګرځند روغتيايي خدمتونو وړاندې کوونکو ټيمونو فعاليتونو پر ټپه ودرېږي او په دې توګه به ۹ ميليونه افغانان يادو خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې شي.

ګوتېرېش زیاتوي:« دا پرېکړه به په افغانستان کې له ۹ میلیونو زیات خلک روغتیایي او مرستندویه خدمتونو ته له لاسرسي بې برخې او د سلګونو ګرځنده طبي ټیمونو او نورو اړینو خدمتونو د ځنډېدو لامل شي.»

د ګوتېرېش په خبره، ملګري ملتونه هر کال په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰ميليونو زياتو کسانو سره مرسته کوي او په بشري پروګرامونو کې يې غزه، سوډان، افغانستان، سوريه او اوکرايين شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې: « له غزې تر سوډان، افغانستان، سوریې او اوکرايین پورې د امریکا تمویل په مستقیم ډول هغو خلکو ته ملاتړ برابروي چې له جګړو، لوږو او ناورینونو سره مخ دي.»

حکومتي مسوولین هم تایيدوي چې د امريکا د مرستو بندېدل به د خلکو پر وضعيت اغېز وکړي، خو غوښتنه کوي چې د امريکا په شمول دې نړيوال له عامو افغانانو سره خپلې مرستې له سياسي مسايلو سره نه تړي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: « د امریکا له خوا د بهرنیو مرستو تعلیق د ملګرو ملتونو سازمان د یو شمېر بنسټونو د فعالیت کچه راټیټه کړې. نه باید له بشري مرستو د سیاسي اهدافو لپاره کار واخیستل شي. دا مرستې د اړمنو کسانو لپاره په بېلابېلو برخو لکه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، د روغتیايي زېربناوو پیاوړتیا، د ناروغیو مخنیوی او کنټرول، د مور او ماشوم روغتیا او د روانې او ټولنیزو ناورغیو درملنې په برخه کې کارول کېږي.»

خو د اقتصادي چارو شنونکي تور لګوي چې نړيوال د افغانانو له بېوزله کولو خپلې موخې لري او له همدې کبله سرپرست حکومت مسوول بولي چې په خبره يې له کړکېچن وضعيت د وتلو لپاره منظم پروګرامونه تطبيق کړي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالصادق حمیدزوی وايي:« د افغانستان فقر اوسنی نه دی بلکې ډېرې اوږدې ریښې لري. دوی دا فقر په افغانستان او سیمه کې د خپلو موخو پلي کولو لپاره رامنځته کړی، دوی د افغانستان له لوږې د وسلې په توګه کار اخلي. دا ښکاره خبره ده چې له یوه داسې ناورین وتل چې دوی عملا ً د مرستو په رسۍ باندې تړلی، کله چې دا مرستې بندېږي، خپل تأثیرات به لري.»

د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار وايي:« امریکایان ځانونه د ډیموکراسۍ سرلاري او خلکو ته د انساني حقونو د ورکولو مخکښان ګڼي، اوس د افغانستان پر خلکو فشارونه تحمیلوي. زه هیله لرم د تقابلاتو لپاره د خبرو له لارې حل پیدا کړي، نه د فشارونو راوړلو له لارې چې ډېر زیان یې عامو خلکو ته رسېږي.»

د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې د تېرو کلونو پرتله د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله په افغانستان کې پر بشري مرستو د عامو افغانانو اتکا زياته شوې او د دې اتکا کمولو لپاره يې په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو پلې کولو ته د زمينې برابرولو غوښتنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist