Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګرو ملتونه: افغانستان کې بشري محدودیتونه نور هم زیات شوي

ملګرو ملتونه: افغانستان کې بشري محدودیتونه نور هم زیات شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

د ملګروملتونو بشري حقونو سترې شورا په خپله ۵۸ مه غونډه کې د ګڼ شمېر هېوادونو استازو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د پخوا پرتله سخت بللی او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې وضع شوي محدودیتونه لرې کړي.

په دې غونډه کې چې له شاوخوا يوې اوونۍ راهيسې دوام لري، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په افغانستان کې پر بشري حقونو محدوديتونه د لا سختېدو په حال کې بللي.

ریچارډ بېنېټ، په دې اړه يادې شورا ته د افغانستان بشري حقونو وضعيت په اړه راپور وړاندې کړی او د راپور موندنې يې ښيي چې سرپرست حکومت پر ښځو او نجونو، لږکیو، د بشري حقونو پر مدافعانو او خبریالانو محدودیتونه د پخوا پرتله زیات کړې دي.

بېنېټ ویلي:« افغانان او په ځانګړي ډول ښځې، نجونې، قومي او مذهبي لږکۍ، د بشري حقونو مدافعان او خبریالان له ټولنې څنډې ته شوي او  دوی د داسې یوه سیستم تر واک لاندې ژوند کوي، چې د هغوی د غلي کولو او کنټرول لپاره مجازات وجود لري.»

ريچارډ بېنېټ د امربالمعروف او نهې عن ‌المنکر قانون چې په تېر ميلادي کال کې د اسلامي امارت د رهبر له لوري توشېح شوی، د سرپرست حکومت د سخت دریځۍ او د بشري حقونو پر وړاندې د اقداماتو ښکاره بېلګه بللې.

نوموړي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان له پامه ونه غورځوي او د بشري مرستو لړۍ ورسره دوامداره وساتي.

په ورته مهال، د بشري حقونو په سترې شورا کې د قطر استازي مشعل المنصوري له نړیوالو ټولنې سره یو ځای د افغانانو لپاره د بشري حقونو پر رعایت ټینګار کړی او دغه راز يې له اړمنو افغانانو د ملاتړ لپاره د بشري مرستو دوام مهم بللی.

د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي: « قطر هڅه کوي افغان ښځو او نجونو ته د تعلیم، کاري فرصتونو او مساوي حقونو په برخه کې مرسته ورکړي. د همدې موخې لپاره یې له اندونیزیا سره ګډ هوکړه ‌لیک هم لاسلیک کړی، ترڅو افغانانو ته په اندونیزیا کې د زده کړو زمینه برابره کړي او هم مو د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارو له لارې افغان متشبثو مېرمنو سره مالي مرستې کړې.»

سرپرست حکومت د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي تازه ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د سیاسي چارو کارپوهان وايي، دغه سازمان له افغانانو د رښتیني ملاتړ لپاره نه بلکې د سیاسي فشار په موخه ورته ادعاوې کوي.

د سياسي چارو شنونکی محمد زلمی افغانیار وايي: « په تېرو درې نیمو کالو کې د افغانستان د وضعیت څېړلو لپاره څو نړیوالې ناستې جوړې شوې، اعلامیې یې صادرې کړې، غندنې یې وکړې او نور هېڅ. هېڅکله یې د افغانستان د ګټو تأمینولو او د خلکو د درناوي په اړه پیغام نه دی ورکړی. دغه ناستې او کنفرانسونه د افغانستان پر سرپرست حکومت د سیسټماټیکو فشارونو زیاتولو لپاره دي؛ ترڅو له دې لارې په افغانستان کې د زبرځواکونو هېوادونو سیاسي موخې او اهداف تأمین شي. زه هیله لرم تقابلاتو ته د خبرو اترو له لارې حل پیدا کړي او اجازه ورکړي چې د کمزورتیا ټکي د پیاوړتیا په ټکو بدل شي. د سیاسي ثبات لرونکی افغانستان د نړیوال امنیت په تأمین کې لا ښه رول لوبولی شي.»

د سياسي چارو شنونکی نجیب الرحمن شمال وايي: « دا ځل باید د افغانستان سرپرست حکومت دا راپور جدي ونیسي او پر نړیواله کچه د دغو ستونزو د حل لپاره ګامونه پورته کړي. زه هیله لرم چې د ۱۴۰۴ تعلیمي کال په پيل کېدو سره، لږ ترلږه د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ خلاصې کړي، ترڅو حد اقل له دې پلوه خو افغانستان د نړۍ له نیوکو خلاص شي.»

سرپرست حکومت په کراتو د نړیوالو له لوري د بشري حقونو د نقض تورونه رد کړي او ټينګار یې کړی چې ټولو افغانانو ته یې د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خپل حقونه ورکړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist