Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: پاکستان تل د افغانستان د پرمختګونو مخنیوي هڅه کوي

سرپرست حکومت د سیاسي تعامل په برخه کې د پرمختګ ادعا کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/02

که څه هم په تېرو شاوخوا درې نیمو کلونو کې له یو شمېر هېوادونو سره د سرپرست حکومت اړیکې نسبتا عادي شوې ښکارې، خو پر دې سربېره هېڅ یوه هېواد یې د رسمیت پېژندلو اعلان نه دی کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د اسلامي امارت حکومت له چین، روسیې، اذربایجان، قزاقستان او نورو هېوادونو سره په تعاملاتو کې نوی باب پرانیستی.

مجاهد زياتوي، راتلونکي کې به د هند په شمول له ځينو نورو هېوادونو سره د تعامل کچه لوړه شي او دغه راز به د ترکیې په شمول یو شمېر کوربه هېوادونه د افغانستان سفارتونه هم سرپرست حکومت ته وسپاري.

مجاهد په دې اړه وايي:« موږ غوښتنه کوو چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي، دا د افغانستان د خلکو حق دی؛ بله دا چې له هغه ټرېبیون څخه موږ کولی شو د افغانستان د خلکو او نظام غږ تر نړۍ ورسوو، ترڅو افهام او تفهیم زیات او اعتماد ډېر شي. څومره چې دغه کار ځنډول کېږي، اړیکو او د ملګرو ملتونو رول ته زیان اړوي؛ ځکه چې دوی باید بې طرفه وي، د سیاستونو تر سیوري لاندې واقع نه شي او د افغانستان د خلکو حق ورکړي.»   

مجاهد د ستونزو هوارولو لپاره د مشترکې ژبې رامنځته کولو په موخه سرپرست حکومت ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ سپارل کېدو غوښتنه هم کوي او په خبره يې، له دې پرته د نړۍ او افغانستان د اړيکو پيوند سخت کار دی.

د اسلامي امارت ویاند په دې اړه وايي:« سیاسي تعاملاتو ښه پرمختګ درلود. موږ تېر کال له چین، روسیې، ارزبایجان، قزاقستان او نورو هېوادونو سره د ښو تعاملاتو ښه ګامونه اخیستي. په راتلونکي کې به هندوستان سره هم تعامل پيل شي او تمه لرو چې له ډېرو هېوادونو سره پر لوړه کچه ښه تعاملات ولرو. همدارنګه ورو ورو د سیاسي تعاملاتو لمن پراخېږي او لاسته راوړنې ډېرېږي. څو ورځې وروسته به انشاالله په ترکیه کې د افغانستان سفارت هم د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي. د دې مانا دا چې موږ په سیاسي برخه کې هم ښه روان یو.»   

د سیاسي چارو کارپوهان وایي، اسلامي امارت باید ملي ګټو ته په پام سره د عامو افغانانو او هېوادونو پر مشروع غوښتنو غور وکړي، ترڅو د تعاملاتو لړۍ پراخه او د سرپرست حکومت رسميت پېژندنې ته زمينه برابره شي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي: « که د ملي مشارکت، د ټولنیزو حقونو رعایت، د قومي او مذهبي لږکیو د حقونو ورکولو، د خلکو د انساني حقونو ورکړې، د ټولنې په مختلفو برخو کې د ښځو حضور، د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانیستلو په څېر ګامونه واخیستل شي، هم کولی شي له نړیوالې ټولنې سره تعامل اسانه کړي او هم د نظام د رسمیت پېژندلو لپاره زمینه برابره کړي.»

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي:« اسلامي امارت باید د نړیوالو اندېښنو ته ځواب ووايي، د سیاسي او اقتصادي همکاریو زمینه برابره کړي، ترڅو دا محدودیتونه او بندیزونه په دایمي توګه حل او د تعاملاتو زمینه مساعده شي.»

له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو ویلي، په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان۴۰ سفارتونه او سیاسي استازولۍ فعالې دي او په ۲۰ هېوادونو کې سرپرست حکومت خپلې استازولۍ او ډېپلوماټیک مرکزونه لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist