Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اوتونبایوا د سوله ییز افغانستان لپاره د ګډ کار او همکاریو هېله مندي ښودلې

یوناما: د اسلامي امارت ځینې تګلارې د بشري مرستو پر وړاندې خنډوه جوړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/01

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې(یومانا) مشرې ویلي، په افغانستان کې د اسلامي امارت ځینې تګلارو د بشري مرستو د پراخوالي کارونه سخت کړي او د خوراکي توکو نا خونديتوب يې د دې هېواد تر ټولو مهمه ننګونه بللې.

 روزا اوتونبایوا چې د پرینسټون امریکايي پوهنتون له محصلینو سره یې خبرې کولې، په هېواد کې د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی او ويلي دي چې د دوی هڅې د افغان کروندګر پر ملاتړ متمرکزې دي.

اوتونبایوا زیاته کړې: « په افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه شوې. د طالبانو ځینې تګلارې د دې لامل شوې چې د بشري مرستو د پراخوالي کارونه سخت شي. اوس مهال زموږ تر ټولو مهمه مساله افغانانو ته د تغذیې او معشیت برابرول دي.»

ورته مهال، اروپايي ټولنې هم په افغانستان کې د بشري حقونو په برخه کې د اسلامي امارت پر ځينو پاليسيو نیوکه کړې او ویلي دي، د جنسیت پربنسټ د سرپرست حکومت توپیري چلن د روم له اساسنامې ښکاره سرغړونه ده.

د يادې ټولنې په اعلاميه کې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو نقضولو او محدودولو په برخه کې د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د نوي قانون یادونه شوې.

د اروپایي ټولنې اعلامیه زیاتوي: « دا قانون د جنسیت پر بنسټ سرغړونې لا پیاوړې کوي، ټولو ته د زده کړو د لاس رسي حق، د بیان آزادي، په سوله ییز ډول راغونډېدل او د ټولنو جوړیدل، د ښځو او نجونو د تحرکاتو او کار او همدارنګه په ټولنه او عام ژوند کې د ښځو او نجونو د بشپړ، مساوي، معنا دار او خوندي ګډون انکار کوي.»

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي: « طالبان باید هڅه وکړي چې له نړیوالې ټولنې سره د ستونزو هوارولو لپاره له ولس سره لاس یو کړي او د دغو ستونزو لمن ورټوله کړي.»  

اسلامي امارت بیا په افغانستان کې اقتصادي وضعیت د نړیوالو بندیزونو له امله زيانمن شوی ګڼي او له نړيوالې ټولنې غواړي چې دغه ډول بندیزونه لرې کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « افغانستان کې کوم بشري ناورین نه شته، بلکې دلته شته اقتصادي ستونزې د نا عادلانه بندیزونو او د افغانستان د شتمنیو د کنګل توب له امله دي. له دې سره، اسلامي امارت سترې اقتصادي او کار زیږوونکې پروژې تر لاس لاندې لري، ترڅو ستونزې هوارې او په افغانستان کې د بېوزلۍ جرړې وباسي.»

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۸ غونډې ته د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په ۲۰ مخونو کې خپل راپور وړاندې کړی.

 نوموړي په خپل راپور کې غوښتنه کړې چې د ښځو په اړه د اسلامي امارت تګلارې دې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې تعقیب شي.

که څه هم اسلامي امارت تازه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له وړاندې يې د ريچارډ بېنېټ راپورونه له حقیقت لرې او مغرضانه ګڼلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist