نړیوال بانک په خپل تازه خپور کړي راپور کې ویلي، د ۲۰۲۲ کال له نیمايي راهیسې له ۶.۵میلیونو ډېرو افغانانو د دې بانک د لنډمهاله معیشتي پروګرامونو له لارې ملاتړ ترلاسه کړی.
د ياد بانک په راپور کې زياته شوې، افغانستان کې د دوی له لوري وړاندې شويو خدمتونو څخه شاوخو ۶۰ زره تنو ښځو هم ګټه اخیستې.
د نړیوال بانک په راپور کې راغلي: « د ۲۰۲۲زېږدیز کال په نیمايي کې د دې پروژو له پیل څخه، ۶.۵ میلیونه افغانانو د معیشت او ژوند لنډمهاله ملاتړ ترلاسه کړی، ۶۰ زره مېرمنو په مستقیم ډول د کار په بدل کې د نقدي تنخواه ترلاسه کولو په پروژو کې کار کړی او ۱۰.۳ میلیونه نورو افغانانو لومړینو خدماتو ته لاسرسی پیدا کړی.»
بله خوا، د چارو کار پوهان په افغانستان کې د نړېوال بانک له لوري د نېمه پاتې پروژو د بیا پیل کېدو غوښتنه کوي او وايي، دا چاره به د بېروزګارۍ او فقر په کمولو کې مرسته وکړي.
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « هرڅومره چې د نړیوال بانک او نړیوالو ادارو له خوا تمویل کېدونکې نیمه کاره پروژې حرکت وکړي، بېله شکه له یوې خوا به د افغانستان اقتصادي زېربناوې جوړې شي، له بلې خوا به د فقر او بېکارۍ کچه راټیټه کړي. کله چې ځوانانو ته کار او اشتغال پيدا شي، دا کولی شي د کورنیو پر اقتصاد ډېر مثبت اغېز ولري، د خلکو د خرید توان به لوړ شي او ترڅنګ به یې د افغانستان خصوصي سکټور هم پياوړ او فقر به کم شي.»
اقتصادي شنونکي زياتوي، نړېوال بانک له ۲۰۲۱ زیږدیز کال مخکې د افغانستان د بیا روغونې صندق (اې آر ټي اېف) له لارې د پراختیايي پروژو په پلې کولو کې رغنده رول درلود، خو اوس یې پراختیايي پروژې بندې کړې او یوازې په بشري مرستو تمرکز کوي.
د اقتصادي شنونکی سمیر انګار وايي: « نړیوال بانک په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال تر اګسټ مخکې د اې.آر.ټي.اېف له لارې تر ټولو لوی تمویلوونکی و؛ خو اوس یې پراختیايي پروژې بندې کړې او یوازې بشري مرستې تمویلوي. که چېرې دغه بانک د پراختیايي پروژو تمویل بیا پيل نه کړي، طبعا ً د افغانستان پر اقتصادي منفي اغېز لري.»
نړیوال بانک له افغانانو سره د مرستو خبر داسې مهال ورکوي چې لا هم نړیوالې مرستندویه ادارې په افغانستان کې د بېوزلۍ ګراف را ټیټېدو لپاره دغه مرستې کافي نه بولي.
د ملګروملتونو اړوند سازمانو د موندنو پر بنسټ، اوسمهال په افغانستان شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي له فقر سره مخ دي.