Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پوهنې وزارت د سواد زده کړې عامولو لپاره د همکاریو ګڼ شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

پوهنې وزارت د سواد زده کړې عامولو لپاره د همکاریو ګڼ شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د پوهنې وزارت چارواکو د سواد زده کړې پراختیا لپاره له ۲۴ وزارتونو او ادارو سره د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

د دې وزارت چارواکي وایي، دغه هوکړې به د سواد زده کړې کورسونو پراخولو او د زده کړې فرصتونو په زیاتولو کې مرسته وکړي.

دوی زياتوي، د دې هوکړه لیکونو له مخې به د يوې ځانګړې طرحې په وروستي کېدو سره د درېيو کلونو په موده کې په تدریجي توګه د هر ډول جواز اخیستونکو، کسب ګرو، نظاميانو، ملکي ادارو د ۷ او ۸ بستونو خدماتي کار کوونکو په ګډون یو ميليون تنو ته د سواد زده کړې په برخه کې خدمات وړاندې شي.

د پوهني وزارت چارواکي زیاتوي، د بودیجې له کسر سربېره یې د هېواد ټولو لرې پرتو سیمو ته د عصري او دیني زده کړو لړۍ غځولې ده.

د پوهني وزارت د ښوونې او روزنې معین سخاالله سعید وايي: « سره له دې چې امکانات کم دي، بودیجه هم د تېر په پرتله کمه ده او تشکیل د تېر په پرتله زیات شوی، خو له دې سربېره هم ټوله بودیجه یې ورته پوره کړې ده.»

د پوهني وزارت د سواد زده کړې آمر زاهد الله وايي: « د دې سند له نهايي کېدو وروسته به د درېیو کالو په موده کې په تدریجي توګه د یو میلیون هر ډول جواز اخیستونکو، کسب ګرو، د نظامي پرسونل او د ملکي ادارو د اووم او اتم بستونو خدماتي کارکوونکو لپاره به د سواد زده کړې په برخه کې تعلیمي خدمات وړاندې شي.»

د پوهني او دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت چارواکي په دې ناسته کې د پرمختک او پر ځان بسیایني لپاره زده کړې یوه جدي اړتیا بولي او ډاډ ورکوي چې سرپرست حکومت هڅه کوي په ټول هېواد کې د عصري او دیني زده کړو لپاره زمینه برابره کړي.

 دغه چارواکي وایي، پوهني وزارت دې له سیاست لرې وساتل شي.

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین معین عبدالخالق صادق وايي: « که زما او ستا ټولنه بهبود او ارتقا پیدا کوي، که زه او ته او زموږ هېواد غني کېږو، که ما او تا او دغه هېواد د بل له احتیاج څخه خلاصوي، نو دا شی یوازې قلم دی، نه کوم بل شی.»

د کور او ښار جوړلو وزارت معین  مراد علي کریمي بامیاني وايي: « حضرت رسول الله(ص) فرمایلي، علم پر هر ښځینه او نارینه مسلمان فرض دی.»

همدارنګه د ملي دفاع وزارت مسوولین وایي، د پوهنې بهیر پیاوړتیا د اسلامي امارت په کاري لومړیتوبونو کې ده او زیاتوي، اوس په هېواد کې د جګړې وخت پای ته رسېدلی او اړتیا ده چې ټول د هېواد د بیارغونې او پرمختګ لپاره هڅه وکړو.

د ملي دفاع وزارت عقیدتي رییس سید اغا ابو مقبول وايي: « په هره برخه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ کارول پوهې ته اړتیا لري. که تاسو دا نږدې عربي هېوادونو ته ورشئ، د هغوی ټوله ټکنالوژي او د چارو مدیریت د هغه چا په لاس کې دی چې پوهه لري.»

د عامي روغتیا وزارت مالي او ادارې معین  بخت الرحمن شرافت وايي: « علم رڼا ده، ناپوهي او د علم نه لرل جهالت  او تیاره ده. موږ دا مهال د سواد زده کړې په برخه کې تر ۳۰ زرو زده کوونکي لرو.»   

د لیک او لوست زده کړې مسوولینو په دې کنفرانس کې وویل، په ټول هېواد کې ۱ زر ۴۰۹ بابه د سواد زده کړې کورسونه ایجاد شوي دي.

 د دوی په خبره، په دغو کورسونو کې شاوخوا ۲۹۰ زره ۴۲۷ تنو زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او ۱۲۱ زره ۹۱۸ تنه یې له زده کړو فارغ شوي دي.

چارواکي دغه راز زیاتوي، د هېواد په ملکي  او نظامي ادارو کې ټولټال ۴ زره ۷ بابه د سواد زده کړې کورسونه ایجاد شوي چې د ۲ زره ۷۸۸ تنو ښوونکو له لوري ۹۲ زره ۱۲۰ تنو نالوستو نظاميانو او خدماتي پرسونل ته د سواد زده کړې زمینه برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist