Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

هېواد کې ورښتونه او سېلابونه؛ بېلابېلو ولایتونو کې ۳۶ تنه مړه او ۴۰ ژوبل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د هېواد په ځينو و لایتونو کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو ګڼو هېوادوالو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

چارواکي وايي، د یادو ورښتونو او سېلابونو له کبله نږدې ۸۰ کسانو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې، شاوخوا ۳۰۰ بابه کورونه او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې.

له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې مسوولین وایي، د سېلابونو او واورو ورېدو له امله ځینې لارې هم تړل شوې خو له ټولګټو چارو وزارت سره یې پر ګډه د پرانیستلو هڅې پيل کړې دي.

له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویاند عبدالله جان سایق وايي: « له پېښو سره د مبارزۍ آمادګۍ ملي ادارې له خوا ټولو زیانمنو کسانو ته په منظمه توګه رسېدنه شوې، زیانمنو سیمو ته د سروې ټیمونه استول شوي او له موسسو سره په همکارۍ سروې روانه ده. زموږ د ولایتي ریاستونو د لومړنیو شمېرو له مخې، په ټول هېواد کې د طبیعي پېښو له امله بدبختانه ۳۶ تنه هېوادوال شهیدان شوي، ۴۰ تنه نور ژوبل شوي، ۲۴۰ کورونه په بشپړ ډول او ۶۱ نور په قسمي توګه ویجاړ شوي او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه شوې ده.»

فراه، کندهار او هلمند هغه ولایتونه دي چې د سېلابونو او ورښتونو له کبله په کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فراه ځایي چارواکي وایي، د یاد ولایت په قلعه ‌کاه ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۲۱ کسان مړه او شپږ نور ټپيان شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.

په ورته وخت کې د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ویلي، د دې ولایت په سنګین، موسی کلا او باباجي ولسوالیو کې د سېلابونو له امله پنځه تنه مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.

په همدې حال کې د کابل پوهنتون استادان او د چاپېريال ساتنې متخصصين افغانستان يو له هغو هېوادونو ګڼي چې د اقليمي بدلون له منفي اغېزو خوندي نه دی.

د کابل پوهنتون استاد محمد داوود شېرزاد وايي: « وچکالۍ، سېلابونه او دېته ورته د ورښتي رژیم ډول او شکل بدلېدل، ټول هغه څه دي چې د اقلیمي بدلون په ترڅ کې رامنځته کېږي. له بده مرغه موږ اوس دغه حالات په خپلو سترګو وینو، د ژمي پرمهال هغو سیمو کې بارانونه اوري چې باید واوره شوې وای، یا دا چې د واورینو سیمو ژمی وچې تېرېږي.»

هلمند کې له پېښو سره د مبارزې ریاست د مسوولینو په وینا، د سنګین ولسوالۍ په شهزاده سیمه کې د یوه کور چت پرېوتی او دوه تنه ماشومان په کې مړه شوي دي.

بله خوا، د کندهار د طبیعي پېښو مدیریت هم راپور ورکړی چې د یاد ولایت په شورند سیمه کې سېلابونو درې نجونې وړې دي.

مسوولین وايي، ښايي دغو پېښو کې د قربانیانو شمېر تر دې هم لوړ شي او له خلکو یې غوښتي چې د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې له مخې دې خطرناکو سیمو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

له پېښو سره د مبارزې لپاره د چمتوالي ملي ادارې ویاند سره له دې چې وروستي ورښتونه او سېلابونه له زیانونو ډک بولي، خو په خبره یې ورښتونه د وچکالۍ او په هېواد کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د ودې لپاره اغېزناک هم دي.

له پېښو سره مبارزې ته د چمتووالي ملي ادارې ویاند عبدالله جان سایق په دې اړه وايي: « له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په اکثریت ولایتونو کې په متواتره توګه واوره او بارانونه ورېږي او له دې سره د وچکالۍ ګراف راټیټ شوی او هېوادوال به ورنه ګټه پورته کړي. د خوښۍ فضا حاکمه ده او ورسره به انشاالله د اوبو زېرمې غني شي، کرنه به وده وکړي او پر مالدارۍ به هم مثبت اثرات پرېباسي. په ځینو ولایتونو کې د واورې او سېلابونو له امله لارې بندې شوې، خو د ټولګټو وزارت سره په همکارۍ یې د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د هواپېژندنې ادارې د روانې اوونۍ چهارشنبه او پنجشنبه ورځ  په ۳۲ ولایتونو کې د سخت باران، درنې واورې او سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړی.

ځايي خلک اندېښنه لري چې د سېلاب ځپلو سیمو خلکو ته په کافي اندازه سرپناه او اړین توکي نه دي رسیدلي او ژوند یې له ستونزو سره مل دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist