Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هېواد پنځو ولایتونو کې پېښو ته د ژر رسېدنې په موخه اداري ودانۍ او ګودامونه جوړېږي

د هېواد پنځو ولایتونو کې پېښو ته د ژر رسېدنې په موخه اداري ودانۍ او ګودامونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/27

د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د خوست په اداري کمپلېکس کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې په مالي لګښت د جوړېدونکې دوه پوړیزې ودانۍ او ګودام د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

چارواکي وايي، چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي.

د همدې ادارې چارواکي زیاتوي،له خوست سربېره ميدان وردګو او کاپيسا ولايتونو کې هم د دا ډول ودانيو جوړولو کارونه روان دي او د دې ترڅنګ به ژر په کندهار او سمنګان ولایتونو کې هم د ۶۵ ميليونو افغانيو په ارزښت، د ورته ودانيو جوړولو چارې پيل شي.

د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي ملي ادارې د تدارکاتو رییس احمد شاه ذهین وايي:« زموږ اداره په پلان کې لري چې د ټول افغانستان پر کچه هغو ولایتونو کې چې ګودامونه او ودانۍ نه لري، د ټولو لپاره اساسي اداري ودانۍ او ګودامونه جوړ کړي. زموږ ټیمونه په ډېرو ولایتونو کې بوخت دي او د پېښو د مخنیوي ساحې په ګوته کوي، ترڅو موږ ورته استنادي دېوالونه جوړو یا نورې پروژې پلې کړو.»

بل پلو، خوست کې د طبيعي پېښو پر وړاندې مبارزې لپاره د چمتووالي رياست مسوولین وایي، دا مهال دوی خپلې چارې د بدني روزنې آمريت لپاره جوړه شوې ودانۍ کې مخته وړي.

د دوی په خبره، که خپله اداري ودانۍ يې جوړه شي، نو د اداري چارو ترڅنګ به د طبیعي پېښو د مخنیوي او ژر رسېدنه کې هم اسانتیاوې رامنځته شي.

د خوست طبیعي پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست کې طبیعي پېښو ته د رسېدو آمر کلیم ګل عابد وايي:« له دې سره به زموږ اداري چارې ډېرې منظمې او هغه ستونزې به هوارې شي چې له دې وړاندې مو د ادارې تعمیر او ګودام نه لرلو له امله لرلې، همدارنګه موږ به د خپلو خوراکي او غیر خوراکي توکو د ساتلو لپاره ځای ولرو.»

د خوست د والي مرستیال محبوب شاه قانت وايي: « د افغناستان اسلامي امارت په تېرو درې نیمو کالو کې داسې انکشافي کارونه وکړل چې د نظامونو لپاره یو چلینج دی.»

د مالوماتو له مخې، خوست کې لاهم ځينې رياستونه او آمريتونه شته چې خپلې اداري ودانۍ نه لري یا په کرايي کورونو او يا هم نورو نامناسبو ځايونو کې اداري چارې مخته وړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist