Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فطرت: حکومت د رسنیو اهمیت او ارزښت درک کړی او ملاتړ یې کوي

فطرت: حکومت د رسنیو اهمیت او ارزښت درک کړی او ملاتړ یې کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

د اسلامي ‌امارت مسوولینو د رسنیو او د مطبوعاتو ملاتړو بنسټونو له استازو سره ګډه خبري غونډه کې هغه ګنګوسې رد کړې  چې وايي، سرپرست حکومت د رسنیو پر وړاندې خنډونه جوړوي او غواړي بندې یې کړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت په هېواد کې له فعاله رسنیو د هراړخیز ملاتړ ژمنه یو ځل بیا تازه کړه.

فطرت په دې وايي،  سرپرست حکومت د رسنیو اهمیت او ارزښت درک کړی او ملاتړ یې کوي.

د اسلامې امارت مرستیال ویاند زیاته کړې: « پر رسنیو د محدودیتونو د وضع کېدو په اړه چې ځینې تبلیغات او پروپاګند اورېدل کېږي، د دې نوي رسنیز آدرس د پيل کېدو اعلان خپله په دې ټولو ناسمو تبلیغاتو د بطلان کرښه راکاږي. د افغانستان اسلامي امارت ملي، شرعي او اسلامي ارزښتونو ته د درناوي په چوکاټ کې رسنیو ته پوره آزادي ورکوي او ورسره همکار دی.»

په دې غونډه کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر د رسنیو پر وضعیت، لاسته راوړنو او پر وړاندې یې شته ننګونو خبرې وکړې او د پخوا پرتله یې د رسنیو وضعیت ښه یاد کړ.

عبدالقدیم ویاړ زیاته کړه، په تېرو درې نیمو کالو کې د شاوخوا۴۰ رسنیو او سلګونه خبریالانو مالي ملاتړ شوی.

ویاړ زیاته کړې:« د خبریالانو شغلي او فزیکي مصؤنیت لپاره چې کوم څه زموږ په توان کې دي، هغه مو کړي او کوو یې. دغه راز د حکومت له اړخه همکاري موجوده وه، وعدې شوې دي. موږ له ۴۰ رسنیو مالي ملاتړ کړی او دا خپله د خبریالانو د شغلي مصؤنیت لپاره یو ستر ګام دی؛ همدارنګه له ۲۵۰ تنو خبریالانو سره نغدي مرستې شوې.»

همدارنګه د ملي شورا پخواني غړي او سیاستوال ‌ډاکتررمضان بشردوست هم په دې غونډه کې وینا وکړه او په ټولنه کې یې د رسنیو رول اغېزناک یاد کړ.

 بشردوست له سرپرست حکومته غوښتنه وکړه چې په هېواد کې د فعاله رسنیو ملاتړ وکړي.

ډاکټر رمضان بشردوست وویل:« رسنۍ کولی شي اساسي او ستر رول ولوبوي. رسنۍ کولی شي د خلکو او ټولنې حقایق، ستونزې، دردونه، رنځونه او غمونو ته انعکاس ورکړي. دغه راز رسنۍ کولی شي خوښۍ، کامیابۍ او بریالیتوبونو ته هم انعکاس ورکړي.»

د سرپرست حکومت او خبریالانو د ملاتړ بنسټ مسوولینو دغه څرګندونې په کابل کې د یوه خصوصي خبري آژانس په پرانیست غونډه کې وکړې.

دغه بنسټ داسې مهال خپل فعالیت اعلانوي چې څو ورځې وړاندې د بېګم په نوم یوې راډیو فعالیتونه ځنډول شوې و او  بېرته یې خپل نشراتي فعالیت پيل کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist