Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران امنیتي ځواکونو لسګونه افغان مهاجرین نیولي

د ایران امنیتي ځواکونو لسګونه افغان مهاجرین نیولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

په ایران کې د افغان مهاجرینو او کډوالو د ځورونې، خپل ‌سري نیونو او جبري شړلو لړۍ لا هم دوام لري.

 د دې هېواد ځینو رسنیو تازه راپور ورکړی چې د ایران پولیسو په سیستان او بلوچستان ولایت کې له ۱۰۰ ډېر افغان کډوال نیولي دي.

د ایران د زده کوونکو خبري آژانس «ایسنا» د راپور له مخې، د چابهار ښار امنیتي چارواکو د ښار د کنټرول او امنیت د ټینګښت په موخه، د تېرو درېیو ورځو په لړ کې له ۱۰۰ ډېر هغه افغان کډوال نیولي چې له غیر قانوني لارو دغه هېواد ته داخل شوي وو.

د ایسنا د راپور په یوه برخه کې راغلي: « د امنیت د ښه‌ والي او د ایرانیانو د رضایت لپاره د امن سیمو جوړولو طرحه د تېرو ۷۲ ساعتونو په لړ کې د ښار پر کچه عملي شوې چې په ترڅ کې یې له ۱۲۳ ډېر هغه افغان کډوال نیول شوي چې قانوني اسناد یې نه لرل او له غیر قانوني لارو ایران ته داخل شوي وو.»

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي د دې راپور پخلی کوي او زیاتوي چې په دې وروستیو کې د ایران له لوري د بې‌ اسنادو افغان کډوالو نیول او شړل لا پسې ډېر شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني له ایراني چارواکو غواړي چې د افغان کډوالو د نیولو او جبري شړلو بهیر ودروي.

هغه زیاتوي: « زموږ د مالوماتو له مخې، شاوخوا ۱۲۳ تنه د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د ایراني چارواکو له خوا نیول شوي دي. په ټولیز ډول د ایران له خوا د روان کال په جریان کې د بې اسناده افغان کډوالو نیول ډېر شوي. موږ له ایراني چارواکو غواړو چې له افغانانو سره له زغم کار واخلي، وې نه ځوروي او اجازه ورکړي چې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي.»

په ورته وخت کې، د کډوالو د حقونو یو شمېر فعالان د ایران په زندانونو کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وایي، نیول شوي افغانان مدافع وکیل ته د لاسرسي، له کونسلګرۍ سره د تماس نیولو او له نورو اساسي بشري او نړیوالو حقوقو بې ‌برخې دي.

 دوی له نړیوالو بنسټونو غواړي چې د ایران په زندانونو او توقیف‌ ځایونو کې د افغان کډوالو وضعیت وڅېړي.

د کډوالو د حقونو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « د ایران په توقیف خونو کې د افغان مهاجرینو وضعیت د نړیوالو معیارونو له مخې د اندېښنې وړ دی؛ ځکه چې هر زندان باید انساني شرایط  او حقوقي ملاتړ ته د لاسرسي حق ورکړي. د دغه راز نیولو قانوني توب یا غیر قانوني توب ټاکنه د نیولو شویو کسانو د دوسیو هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري. ټول نیول شوي کسان په توقیف خونو یا زندانونو کې د اقامت وضعیت ته له کتو پرته، اساسي حقونو ته د لاسرسي حق لري. په دغو حقونو کې انساني چلن، وکیل ته لاسرسی، قونسلي اړیکو ته لاسرسی او د یوې عادلانه محاکمې حق شامل دي.»

د یادونې وړ ده چې په تېرو درېیو کالو کې ایراني چارواکو د یو شمېر قوانینو په تصویبولو سره، هلته د افغان کډوالو پر ژوند ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

 په دې محدودیتونو کې د افغانانو د وېزو نه تمدیدول، پر افغان اتباعو خوراکي توکي (په ځانګړې توګه وچه ډوډۍ) نه پلورل، کورنه او جایدادونه په کرایه نه ورکول او له کاري فرصتونو مخنیوی شامل دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist