Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لارې پرانیستلو په اړه خبرې ناکامې شوې

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم لارې پرانیستلو په اړه خبرې ناکامې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/26

د ۴ ورځو په تېرېدو سره لاهم د پاکستان حکومت د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو پریکړه نه ده کړې.

دغه لاره تېره شنبه (د کب پر ۴ مه) د ډېورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته د اسلامي امارت ځواکونو له لوري د نویو تأسیساتو جوړولو پر سر له پاکستاني ځواکونو سره ترشخړې رامنځته کېدو وروسته د پاکستان له‌ خوا وتړل شوه.

 د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مسوولین دغه ډول اقدامات د دواړو هېوادونو پر زیان ګڼي او ټینګار کوي چې کابل او اسلام ‌اباد دې دغه ستونزه د ډېپلوماټیکو خبرو اترو له لارې په دایمي توګه حل کړي.

د افغانستان او پاکستان د کډې سوداګریزې خونې مشر نقیب‌الله صافی وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې د دواړو طرفونو له خوا د لارو دغه ډول بندول زیان اړوي، باید بنده نه شي بلکې هغه سیاسي مسایل له ډېپلوماټیکو لارو حل شي چې په بندر کې منځته راځي. د دې لارې بندول یوازې افغانستان یا پاکستان ته نه بلکې دواړو لورو ته زیان اړوي»  

افغان پانګوال او سوداګر هم نه یوازې د تورخم لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي بلکې له اسلامي امارت غواړي چې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره د بدیلو لارو موندلو هڅه وکړي.

سوداګر سخي احمد پیمان وايي: « زه تمه لرم چې سیاسي مسایل له اقتصادي مسایلو جلا شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړیوالو قوانینو له مخې سوداګري په نورمال بڼه مخکې لاړه شي. د دې لارې د تړلي پاتې کېدو په صورت کې، هم صنعتکاران زیانمن کېږي او هم هغه کسان چې صادرات او واردات لري. هیله لرم دا ستونزه د خبرو له لارې په دایمي توګه حل شي، که داسې نه شي، موږ هم باید په بدیلو لارو غور ورکړو؛ ترڅو بیا ځل له دې پلوه زیانمن نه شو.»

که څه هم پرون دوشنبه د ننګرهار مرستیال والي په ګډون ځینو نورو ځايي چارواکو له پاکستاني لوري سره د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو په موخه خبرې وکړې، خو پایله یې نه ده ورکړې او یاده لار د څلورمې ورځې لپاره هم بنده وه.

بله خوا، د باروړونکو موټر چلوونکي چې موټر یې په سوداګریز توکو بار دي، د لارې بند پاتې کېدو اندېښمن کړي او د ژر پرانیستلو غوښتنه یې کوي.

موټر چلوونکی حاجي نبي وايي: « یوه میاشت شوه چې دا لاره بنده ده، زموږ کورونه هاخوا دي او ډېرو ستونزو سره مخ یو. که حکومتونه دا ستونزه حل کړي او لاره خلاصه شي، ډېر به ښه وي.»

موټر چلوونکی صفت ‌الله وايي: « دا څلور پنځه ورځې کېږي چې د تورخم لاره بنده ده او ورسره ټول کاروبار پر ټپه ولاړ دی. د کرښې دواړو غاړو ته خلک له ستونزو سره مخ دي. که دا لارۍ ځي او راځي، د ټولو کاروبار ورسره ښه وي خو که درېږي، نو عامو خلکو ته ډېرې ستونزې جوړېږي. موږ هیله لرو چې لاره ژر تر ژره خلاصه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ خونې د مسوولینو په خبره، د تورخم لارې له بندېدو راهیسې په څلورو ورځو کې دواړو خواوو ته په سوداګریزو توکو بار نږدې ۳ زره ۵۰۰ لارۍ  ولاړې دي چې له امله یې سوداګرو ته میلیونونه ډالر مالي زیان اوښتی.

یوشمیر سوداګر او کارپوهان پاکستان تورنوي چې هر کال په افغانستان کې د تازه مېوو او کرنیزو محصولاتو د موسم په رسېدو سره په بېلابېلو پلمو د تورخم ، سپین بولدک او ډنډ پټان لارې د سوداګرو پرمخ تړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist