Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسحاق ډار: باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې نه کارول کېږي

اسحاق ډار: باید ډاډ ترلاسه شي چې افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې نه کارول کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/23

افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو د ملاتړ په تړاو د پاکستاني چارواکو د ادعاوو په دوام، د دې هېواد مرستیال لومړي وزیر یوځل بیا د ترکیې له ټي.آر.ټي ټلویزیون سره مرکه کې خپلې ادعاوې تکرار کړې دي.

اسحاق ډار چې په ورته وخت کې د پاکستان بهرنیو چار وزیر هم دی، د اسلامي امارت له سرپرست حکومت يې غوښتي چې  پاکستان ته ډاډ ورکړي ترڅو افغان خاوره د پاکستان پر وړاندې نه کارول کېږي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.‌ټي.‌پي) مرکزونه د ډیورند فرضي کرښې دواړو خواو ته فعال دي او په خبره یې، څو څو ځلې یې په دې اړه د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

د پاکستان مرستیال لومړي وزیر زیاته کړې: « موضوع دا ده چې ټي.‌ټي.‌پي د وسله‌ والو ډلو د مهم اړخ په توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډیورند فرضي کرښې دواړو غاړو ته مېشت دي. موږ هغوی ته په ځلونو ویلي او هغوی ته مو نصیحت کړی. هغوی ته مو ویلي چې موږ افغانستان ته د ښو هیلو غوښتونکي یو. موږ د هغوی سوکالي او خوښي غواړو او د سرپرست حکومت له چارواکو سره د اړیکو جوړول غواړو. خو موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې افغان خاوره زموږ پر وړاندې نه کارول کېږي. هو! ځینې مسالې او ستونزې شته او موږ یې په اړه شکایت هم کړی او وخت پر وخت په دې برخه له مقابل لوري سره مو ښکېلتیا ساتلې.»

نوموړي پاکستان د افغانستان خیرغوښتونکی ګاونډی بللی چې په خبره یې، دواړه هېوادونه ګډ کلتور، ګډ دین او ګډ تاریخ لري.

اسحاق ډار ویلي، پاکستان په وچه کې د یوه راګیر هېواد په توګه له افغانستان سره د مرستو او همکارۍ دوام ته چمتو دي.

اسحاق ډار په دې اړه زیاته کړې: « پاکستان د افغانستان خیرخواه دی. موږ د یو بل ګاونډیان یو. موږ ګډ کلتور، ګډ دین او ګډ تاریخ لرو. په ساده ژبه، پاکستان د افغانستان خیر غوښتونکی دی او موږ د دغه هېواد سوکالي او پرمختګ غواړو. په وچه کې د راګیر هېواد په توګه موږ له افغانستان سره په تېر کې مرسته کړې او په راتلونکي کې به هم له دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکړو.»

اسحاق ډار تېرکال پر افغان خاوره د پاکستان د پوځ هوايي بريد ته په اشارې وايي، که درک کړي چې په هر هېواد کې د پاکستان پر وړاندې کړنې ترسره کیږي؛ نو ورته پوځي غبرګون به وښيي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، افغان خاوره هېڅکله د هېڅ هېواد پر ضد نه ده کارول شوې؛ خو برعکس دا ګاونډي هېوادونه دي چې تل یې د ترهګرۍ له پاللو او روزنې د افغانستان پر وړاندې کار اخیستی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی سلیم پیګیر وايي: « د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان له خاورې زموږ هېڅ یوه ګاونډي ته خطر نه دی پېښ شوی. برعکس د ګاونډیو له خاورې پر افغانستان تېری شوی، ترهګر یې روزلي او روزي یې. پاکستانیان باید پوه شي چې افغانستان د ترهګرۍ ځاله نه ده بلکې د ترهګرو ځالې له ډیورنډ کرښې پورې غاړه دي.»     

سرپرست حکومت تازه د پاکستان د مرستیال لومړي وزیر اسحاق ډار څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی؛ خو له دې وړاندې یې تل ورته تورونه رد کړي او د پاکستاني چارواکو دغه ډول ادعاوې یې له خپلو امنیتي ناکامیو تېښته او تر شا پټېدنه بللې.

دا په داسې حال کې ده چې اسحاق ډار درې ورځې وړاندې هم په نیویارک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوتیرېش سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې دننه او بهر له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د یاد سازمان د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist