Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګر ملتونو یو ځل بیا افغانستان کې ښځو ته د حقونو نه ورکول د جدي اندېښنې وړ بللي

ملګري ملتونه د افغانستان بشري وضعیت په اړه ناسته کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/22

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان په ۵۸ ناسته کې چې د فبرورۍ له ۲۴ مې د  اپرېل تر ۴ مې پورې دوام کوي، د افغانستان ، ایران ، فلسطین ، اوکراین ، سوډان او یو شمېر نورو هېوادونو پر وضعیت خبرې کوي.

د دې سازمان راپور له مخې، په دې ۱۰ ورځنۍ ناسته کې به راتلونکې جمعه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارې بېنېټ راپور وړاندې کړي.

راپور کې ویل شوې، په یو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونونقض په اړه به د ملګرو ملتونو لسګونو غړي هېوادونو استازي خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، ملګري ملتونه له نږدې څلورو کلونو راهیسې د افغانستان بشري وضعیت سره د همکارۍ لپاره یو منظم مکانېزم نه لري.

 د دوی په خبره، یاد سازمان د خپلو موخو لپاره دا ډول ناستې جوړوي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« متاسفانه د ملګرو ملتونو سازمان خپلې موخې مخې ته وړي او د افغانستان له ملت سره ډېر چل کوي. له څلور کلونو راهېسې بېلابېلې ناستې  یې جوړې کړي دي، خو په دې کې یې همجانبه توافق یې هم نه دی کړی او داسې یو عملي میکانېزم یا یو سیسټم  یې هم نه دی جوړ کړی چې  دوی د افغانستان ستونزو حل، مرستو، اصلاحاتو یا اوسني حالت کې  د ناخوالو له منځه وړلو لپاهرو یا واقعا د بشر حقونو لپاره کوم تدابیر ونیسي.» 

په ورته وخت کې ځینې نور بیا له سرپرست حکومته غواړي چې له نړیوالو سره د تعامل او د افغانانو غوښتنو له مخې دې  پر ښځو او نجونو د تعلیم او کار محدودیتونه لرې  کړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد زلمی افغانیار وايي:« د حکومت دارۍ او حکومت جوړونې او د ننګونو د حل بحث د افغانستان ملت پورې اړه لري. اوسنی حکومت مکلف دی چې د  خپلو خلکو غږ واوري او د خلکو پرغوښتنو عمل وکړي.»

د ملګرو ملتونو بشري حقونو سازمان داسې مهال د افغانستان په اړه ناسته کوي چې تېره سه شنبه د افغانستان لپاره د دې سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اتونبایوا هم له سرپرست حکومت غوښتي وو چې د ښځو او نجونو پر وړاندې وضع شوې محدودیتونه لرې کړي.

خو په ورته مهال سرپرست حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د اسلامي اصولو او افغاني کلتور سره سم یې ټولو افغانانو ته حقونه خوندي کړي او هم د بشري حقونو نقض په اړه د ملګرو ملتونو راپورونه یې یو اړخیز او له واقیعتونو لرې بللي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist