Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د قوشتېپې کانال څنډو ته کرنیز او صنعتي کمپلېکسونه جوړېږي

د قوشتېپې کانال څنډو ته کرنیز او صنعتي کمپلېکسونه جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/18

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې قوشتېپې کانال ته څېرمه پر۲۰۰ زره هکټاره ځمکې د کرنيزو او صنعتي کمپلېکسونو جوړېدو لپاره ځمکه تثبیت او ځانګړې شوه.

ټاکل شوې راتلونکو درېیو کالو کې د قوشتېپې کانال په څنډو کې پرتو دغو ځمکو باندې درې ستر کمپلېکسونه جوړ شي.

د کرنې وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وايي:« په شمالي ولایتونو کې د قوشتېپې ملي کانال پر ځمکو د کرنیزو او صنعتي کمپلېکسونو د جوړولو په موخه، د ۲۰۰ زره هکټاره خمکو د تثبیت په موخه غونده جوړه شوه. په دې غونډه کې د کرنې وزارت د اراضیو عمومي رییس مولوي محمود مظلوم، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالرحمن عطاش او د اراضۍ لوی ریاست یو شمېر رییسانو، تخنیکي او حقوقي سلاکارانو ترڅنګ، د ملي پراختیا شرکت یو شمېر مسوولینو هم ګډون درلود. ناسته کې د اراضیو عمومي رییس مولوي محمود مظلوم وویل، د اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین او کارکوونکي تل ملي پروژو ته لومړیتوب ورکوي او کارونه په ډېرې چټکۍ سره پرمخ وړي.»

بله خوا، د اقتصادي چارو شنونکي د قوشتېپې کانال ته څېرمه ځمکې د زراعت لپاره مناسبې بولي او د یادو کمپلېکسونو جوړېدو ته په اشارې وايي، پر دغو ځمکو پانګونه د صنعت او کرنې د ودې لپاره ګټوره ده.

د اقتصادي چارو شنونکی سید محمود نوري وايي: « د افغانستان د اقتصاد لویه برخه کرنیز محصولات جوړوي، خو دغه محصولات له دې وړاندې په دودیزه توګه ترلاسه کېدل او دغه کار په مخامخ توګه د محصولاتو پر تولید اغېز درلود. د دې کمپلېکسونو په جوړېدو سره به د دې زمینه برابره شي چې زموږ کرنیز سکټور نوی او عصري شي او له نویو وسایلو برخمن شي.»

د اقتصادي چارو شنونکی هادي بلخوال وايي: « په دې سره کرنیزه پراختیا او اقتصادي وده راځي، اوبه به مدیریت شي، خلکو ته به د کار زمینه براره شي د دښتو او رېګونو زیاتېدو مخنیوی کېږي او دغه راز د اقلیمي بدلونونو او چاپېریال ساتنې په برخه کې ډېرې ښې اغېز لري.»

په ورته مهال، که څه هم عام خلک وروستیو وچکالیو د کرنې په اړه ناهیلي کړي، خو په خبره یې، د قوشتېپې کانال یې هیلې یوځل بیا را ژوندۍ کړې او تمه لري چې له بشپړېدو سره به د غلې دانې له اړخه بډایه شي.

د بلخ یو تن اوسېدونکی وايي: « اوس د غنمو له کمښت سره مخ یو، خو که اوبه راشي غنم به پرېمانه شي. د کښت او کر په زیاتېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او خارج ته له تللو به راوګرځي. کله چې ځمکه ډېره شي، کرنه او دهقاني به هم ورسره ښه شي.»

د بلخ یو تن بل اوسېدونکی وايي: « زموږ د خلکو کروندګر او دهقانان له وچکالیو ډېر زیات زیانمن شوې دي. موږ تمه لرو چې کله دغه اوبه تر اندخوی پورې ورسېږي، موږ ژمنه کوو چې نه یوازې د هېواد شمال، بلکې ټول افغانستان به د غنمو له پلوه اکمال کړو.» 

دا په داسې حال کې ده چې د ملي پراختیا شرکت تېره اوونۍ وویل، د قوشتېپې کانال د دویم فاز د کېندلو چارې ۸۷ سلنه او د سربند جوړولو چارې يې ۷۵ سلنه بشپړې شوې دي.

د دې سترې ملي پروژې په بشپړېدو سره به په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې۵۵۰ زره هکټاره شاړې ځمکې له آمو سیند خړوبې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist