تېره اوونۍ افغانستان د څو بریدونو او مرګ ژوبلې کوربه و. لومړی ځانمرګی برید د تېرې سه شنبې په ورځ (د سلواغې ۲۳ مه) په کندوز ولایت کې د نوي کابل بانک مخې ته وشو چې له امله یې ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
همدارنګه د تېرې پنجشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۵ مه) د کور او ښار جوړونې وزارت کې هم ځانمرګي بریدګر څلورو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
دغه بریدونه په کور دننه او بهر په پراخه کچه غندل شوي دي.
د قطر او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارتونو او کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) دغه بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي: « سعودي عربستان د دغو تروريستي بریدونو کلکه غندنه کوي او د هر ډول تروريستي تاوتريخوالي او افراطيت پر وړاندې د افغانستان له خلکو ملاتړ څرګندوي. د دغو پېښو د قربانيانو له کورنيو او د افغانستان له وروڼو خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي او ټپيانو ته د عاجلې روغتيا هيله کوي.»
همدارنګه د قطر بهرنیو چارو وزارت هم په دې اړه اعلامیه خپره کړې او په کې راغلي: « د قطر دولت د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د ترسره شوي برید غندنه کوي. د قطر دولت هر ډول تاوتریخوالی، تروریزم او ورته بریدونه ردوي.»
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ(یوناما) هم دغه بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې افغانستان کې نور هېڅ ډول تاوتریخوالی د توجیې وړ نه دی او باید پای ته ورسول شي.
د یوناما له خوا خپره شوې اعلامیه کې راغلي:« یوناما په کندوز او کابل کې وروستي بریدونه غندي، د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله لري. د افغانانو امنیت او هوساینه باید خوندي شي، افغانستان کې تاوتریخوالی باید پایته ورسیږي.»
د سیاسي چارو شنونکی کمال سعادت وايي: « که د داعش تاریخچې ته ځیر شو، داعش له شام او عراق د سیمې له لارې افغانستان ته رسېدلی، نو ویلی شو چې دا یوه نړیواله ستونزه ده او اړتیا ده چې ورسره د مبارزې لپاره د سیمې او نړۍ پر کچه یوه طرحه جوړه شي، ښکېل هېوادونه په خپلو کې استخباراتي مالومات سره شریک کړي او بیا یې پر وړاندې ګامونه پورته کړي.»
کندوز کې د کابل بانک مخې ته د ځانمرګي برید مسوولیت د داعش خراسان ډلې ومانه، خو د ښار جوړونې په وزارت برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی اخیستی.
پوښتنه دا ده چې د دې ډول بریدونو تر شا د چا لاس دی او بریدکوونکي څه غواړي؟
د پوځي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « زه ډاډ درکوم چې دا لوبې د پاکستان د پوځ او څارګرې دارې(آی.اېس.آی) دي. موږ تاریخي مسوولیت لرو، په ځانګړې توګه پر افغانستان واکمن طالبان دنده لري چې دغه تروریستي ډلې او د پاکستان د پوځ روزل شوي کسان او شبکې له افغانستانه ورک کړي؛ ترڅو افغانستان له نړیوالو تورونو او ولس د دغو ډلو له بریدونو وژغورل شي.»
ورته مهال، ځینې نور بیا له افغانستانه د احتمالي ترهګریزو ګواښونو په تړاو د پاکستان ادعاوو ته په اشارې وايي، ملګري ملتونه باید له فغانستانه بهر د تروریزم د روزنې مرکزونو په اړه ګامونه پورته کړي.
د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د ملګرو ملتونو امنیت شورا همدا تېره اوونۍ د داعش د ګواښونو په تړاو غونډه وکړه او دا دی اوس افغانستان کې پرله پسې بریدونه کېږي. باید ووایم چې خبره روښانه ده او په دې کې زموږ د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه پاکستان لاس دی. د داعش پناه ځایونه په پاکستان کې، هلته روزل کېږي او بیا یې دلته د بریدونو لپاره رالېږي.»
د کندوز او کابل له ځانمرګو بریدونو دوه میاشتې وړاندې د کډاوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزرت پر سرپرست وزیر خلیلالرحمان حقاني هم د داعش خراسان ډلې ځانمرګی برید وکړ او هغه په ګډون یې له لسو زیاتو کسانو ته مرګژوبله واړوله.