Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل والي: د نوي کابل ښار لومړي فاز بشپړېدو سره به ۳ میلیونو تنو ته د اوسېدو ځای برابر شي

کابل والي: د نوي کابل ښار لومړي فاز بشپړېدو سره به ۳ میلیونو تنو ته د اوسېدو ځای برابر شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/15

پلازمېنه کابل چې څه د پاسه ۸ میلیونه تنه نفوس لري، شاوخوا ۳ ميليونه یې پاکو اوبو، برېښنا، روغتيايي او ښوونيزو بنسټونو ته لاس رسی نه لري.

د کابل والي ملا امین عبید له شمشاد سره په مرکه کې وايي، د نوي کابل ښار پروژې د لومړي فاز له بشپړېدو سره به د دې ښار ګڼه ګوڼه تر ډېره راکمه او ۳ میلیونو تنو ته به د استوګنې ځایونه برابر شي.

عبید په دې  اړه وايي: « د نوي کابل ښار یو فاز افتتاح شو. دغه فاز په ۳۷۰ زره جریبه ځمکه جوړېږي او په کې ۳ میلیونو تنو ته د استوګنې ځایونه برابر شي او ورسره به دا ستونزه هم هواره شي.»

 د کابل والي د دې ولایت په ولسوالیو کې اوبو، برېښنا، روغتیایي خدمتونو او ښوونیز بنسټونو ته د خلکو د لاسرسي نه شتوالي ستونزه مني او وايي، د دې ستونزو د هواري په موخه به په نېږدې راتلونکې کې يو شمېر پروژې پلې شي.

هغه زیاتوي:« یو پایپ لاین د چهارآسیاب له خوا راځي او بل اسلامي امارت پلان لري چې له پنجشیر سیند خلکو ته د څښاک اوبه برابرې کړي. د دغو پروژو قرارداد لا نه دی لاسلیک شوی، خو کله چې په شرایطو برابر شرکتونه پيدا شي، دا ستونزه به هم هواره شي.»

د کابل والي له شمشاد سره مرکه کې زياتوي،  په پلازمېنه کې د شاوخو۷۰ زره جریبه غصب شویو ځمکو د بیا راګرځولو هڅه کوي او په دې تړاو يو شمېر اړین ګامونه پورته شوي هم دي.

هغه په دې اړه وايي: « څه کم ۴۰۰ زره جریبه ځمکه تر څېړنې لاندې ده. دغه کار درې پړاوونه لري، ځینې ځمکې تر څېړنې لاندې دي، ځینې یې تثبیت شوې او یو شمېر هم محاکمو ته سپارل شوې دي. دا د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه ده چې اسلامي امارت دولتي جایدادونه له زورواکو اخلي او بېرته یې نظام ته سپاري. تر اوسه ۷۰ زره جریبه غصب شوې ځمکه بېرته دولت ته سپارل شوې ده. په دې اړه به اسلامي امارت پرېکړه کوي چې له دغو ځمکو څه ډول ګټه واخلي.»

 د کابل والي ښاريانو ته ډاډ ورکوي چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه په ښار کې بشپړ امنيت تامين کړی او د هغو کسانو مخه نیسي چې غواړي د ښاريانو امنيت ننګولو هڅې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist