Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کندوز کې ځانمرګي برید غبرګونونه را پورته کړې

کندوز کې ځانمرګي برید غبرګونونه را پورته کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/13

د کندوز ولایت د سې‌ شنبه پر ورځ د خونړي ځانمرګي بريد کوربه و. دغه بريد د نوي کابل په ځايي څانګې ته څېرمه هغه مهال وشو چې يو شمېر کسان بانک ته د پيسو اخيستلو او جمع کولو په موخه ورغلي وو.

د کندز امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، په دې پېښه کې شاوخوا ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 دغه بريد پراخ غبرګونونه را پارولي دي. د ریاست ‌الوزرا دفتر د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ځانمرګی بريد غندلی.

د اعلامیې یوه برخه:« د خپلې ژورې خواخوږۍ او تسليت مراتب ټولو زيانمنو شویو ته وړاندې کوم. د شهيدانو لپاره د خدای ج له درباره جنت او ټپيانو ته د بېړنۍ روغتيا دعا کوم.  لوی څښتن تعالی ته دعا کوم چې زموږ هېواد په راتلونکي کې له ورته بوږنوونکو پېښو د تل لپاره په امان کې وساتي.»

د دې ځانمرګي بريد مسووليت داعش ډلې منلی او ويلي يې دي چې د برید موخه يې بانک ته ورغلي د امنيتي ځواکونو غړي وو

پر دې بريد ځينو پخوانيو چارواکو هم غبرګون ښودلی.

 پخواني ولسمشر حامد کرزي ياد بريد د غندلو ترڅنګ د ټولو اصولو خلاف عمل بللی.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر اېکس پاڼه لیکل شوي: « په کندوز کې چاودنه چې زموږ هېوادوال په کې وژل شوي او ټپي شوي دي، په شدت سره غندم او شهيدانو ته د جنت، وارثانو ته يې د صبر او ټپيانو ته د خدای ج له درباره د بېړنۍ روغتيا غوښتنه کوم.»

له دې سره، په کابل کې د قطر او ترکيې سفارتونو هم دغه بريد غندلی.

د پوځي چارو شنونکي دغه ډول بريدونو ته په کتو وايي، عام خلک تل د ورته بريدونو قرباني شوي دي.

د پوځي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي: « په دغو ټولو عملیاتو کې د افغانستان مظلوم، بېچاره او بېوزله خلک قرباني کېږي. چاودنې، ځان وژنې او وسله وال بریدونه د خلکو ترمنځ، پر روغتونونو، ښوونځیو، بانکونو او داسې ځایونو کېږي چې عام وګړي په کې موجود وي. نو ویلی شو چې د هغوی موخه د افغانانو وژنه ده.»

شاوخوا درې مياشتې وړاندې داعش ډلې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په انګړ کې د شوي برید مسووليت هم ومانه.  په هغه برید کې د ياد وزارت سرپرست خليل‌الرحمن حقاني هم پر شهادت ورسول شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی
افغانستان

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی
افغانستان

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي
افغانستان

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist