کمزوری اقتصادي وضعیت، د کاري فرصتونو کموالی او د کورنيو مسوولیتونه هغه عوامل دي چې له امله یې ډېری ځوانان خپلو هیلو ته نه دي رسېدلي.
د سړکونو پر سر ولاړ ځوانان د لاسي څيزونو په پلورلو سره د کورنۍ څه ناڅه اړتیاوې پوره کوي، خو وایي د کورنيو مسوولیتونو او ټيټ اقتصاد اړ کړي چې ورځنۍ اړتیاوې له هرې ممکنه لارې پوره کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی ربیعالله وايي: «هو! دا په اقتصادي وضعیت پورې تړلې ده، زه ایله دومره کولی شم چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم، که له دې سره څنګ کې لږ معاش هم ولرم، کولی شم پوهنتون ووایم.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی جاوېد بیا وايي: « هرڅوک یوه هیله لري، ما هیله لرله چې ښوونځي ووایم، معلم یا انجینر رانه جوړ شي. زه اوس کاغذي دسمالونه او صافي پلورم.»
د ملګرو ملتونو موندنې ښيي چې اوس مهال شاوخوا ۲۴ ميليونه افغانان د نړيوالو بشري مرستو ته اړ دي، خو د خلکو شکايتونه دا دي چې دغه مرستې مستحقو کسانو ته نه دي رسېدلې.
عام خلک د دې ترڅنګ چې په اوسنيو ناوړه اقتصادي شرايطو کې د نړيوالو مرستو د دوام غوښتنه کوي، ترڅنګ يې له سرپرست حکومت هم غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی عبدالظاهر وايي:« ډېر مشکلات لرو، ۳۰ یا ۴۰ افغانۍ کار کوم، خو په کورنۍ کې ۸ تنه نانخور لرم. د کلي ملک مو په مرستو کې نوم لیکي خو مرستې هغه چا ته رسېږي چې واسطه لري.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی عبدالاحد وايي: « ټوله ورځ په ښار کې ګرځم، خو کار نه شم پیدا کولی. هرڅه چې کوم د کورنۍ خرج نه شم پیدا کولی. د مرستو لپاره د هغو کسانو نومونه لیکي چې واسطه لري، موټر لري او جایداد لري؛ زموږ غریبانو نومونه نه لیکي.»
له دې ورهاخوا، د نړیوال پرمختګ مرکز(سي.جي.ډي) د یوې نوې سروې په پایله کې موندلې چې افغانستان او اووه نور هېوادونه د امریکا نړيوالې پراختيايي ادارې مرستو ته اړتیا لري.
دې مرکز زیاته کړې، که د امريکا نړيواله پراختيا اداره (یو.اېس.اې.آی.ډي) له يادو هېوادونو سره مرستې بندې کړې، نو يوازې د افغانستان اقتصاد به ۷ سلنه نور هم زيانمن شي.
د نړيوال پرمختګ مرکز ویلي: « د ۲۶ هېوادونو له ډلې موږ ۸ هېوادونه په ځانګړې توګه سوېلي سوډان، سومالیا، کانګو، لېبیریا، افغانستان، سوډان، یوګانډا او ایتوپیا چې د امریکا له نړیوالې پراختیايي ادارې مرسته ترلاسه کوي، مشخص کړي دي. دا ښيي که امریکا د يوه کال لپاره مرستې بندې کړي، نو ۲۳ هېوادونه له ۱ سلنه اقتصادي زیان سره مخ کېږي. د يادو ۸ هېوادونو اقتصاد به له ۳ سلنې کمښت سره مخ شي او يوازې د افغانستان اقتصاد به ۷ سنله زیان وويني.»
ترکي رسنیو د ملګرو ملتونو له قوله راپور ورکړی چې په پاکستان کې مېشت ۱.۲ میلیونه تنه افغان کډوال به هم د امریکا د مالي مرستو بندېدو له امله اغېزمن شي.